سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

 

 

 

 

 

 

  وطن

چه  سجدې  ورته  کومه  ،  ليـونۍ  د  سجدو  زه    يــــم
لوغړن  يـــــمه  سوزيږم  ،  په    آرزو   د  ليدو   زه   يــــم
د چنګيز د ګوډ تيمور  ميراث خورو  ظلم  روان  دۍ
په درياب کې چه ډوبيږي،هغه بې لاس بې پښو زه يم

ګناه
د  يار  کوڅې  ته  که  کعبه  ووايــم
دا  به   وړه   وي  او  که   لويه  ګناه
زه    ګناهګار  يــمه  مـيـن   د  مينې
که مې شي مينه بيا حساب په ګناه

ساقي
ساقي د اور  د لاواګانو  ډک  جامونه  راکړه
چه  مانتيه  پرې  وسيزم ، هغه  پيکونه  راکړه
ښه مې خُمار کړه چه دويرې نړۍ ورانه کړمه
قوت د زړه  د توپاني  بحرو  موجونه  راکړه
انجنر عبدالکبير کاکړ

جرمني  ۳ . ۱۱ . ۲۰۰۶

 

 

انجینیر عبدالکبیر کاکړ

عبدالکبیر کاکړ

 

 

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته