|
د یار کوڅې ته که ً کعبه ً ووایم
دا به وړه وي او که لویه ګُناه؟
زه ګُناهګار یمه مین په مینه
که مې شي مینه بیا حساب په ګناه
06 .10 .28
چه سُجدې ورته کومه ، لیونۍ د سُجدو زه یم
لوغړن یمه سوزیږم ، په اَرزو د لیدو زه یم
د چنګیزد ګوډ تیمور، میراث خورو ظلم روان دۍ
په دریاب کې چه ډوبیږي هغه بی لاس بې پښوزه یم

|