سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

 

 

 

 

 

 

دتاريخ سبق

معلم  ياد  کړه   تاريخونه
د  کابل   ټول  حصارونه
جګدلک    او   ميوندونه
دافغان انګليس جنګونه
سهار   غــــــــــــــــــــــږ     شو
شور        او      زوږ     شو
مکتب وسو ، مکتب وسو
معلم مړ شو ، معلم مړ شو
د   شهيد   معلم    په    مړي
ژاړي   ،   ژاړي    اولسونه
تاريخ ليکي تاريخ شميري
ددې   پيښو  ،  تاريخونه
اوس !
نه معلم  شته ، نه مکتب  شته
نه ئې درس نه ئې سبق شته
نه   تاريخ   نه   رياضي  شته
نه  پښتو او  نه  فارسي  شته
دا وطن  به  څوک  ودان  کړي ؟
دا به څوک سيال د جهان کړي؟

 

 

انجینیر عبدالکبیر کاکړ

عبدالکبیر کاکړ

 

 

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته