نن ماذديگر د 2006 دسپټمبرنهمه نيټه مې کمپيوټر روښانه کړ ،دانترنټ پاڼو لوستل مې له بي بې سي نه پيل کړه، په پښتو پاڼه کې دهغې پاڼي دکارکوونکو له برکته دتل پشان هيڅ نه وه، په فارسي ژبه مي د افغانستان په هکله دمعلوماتو په لوستلو پيل وکړ هلته مي پر يوه سرليک مي سترگي ولگېدي ؛ انتقاد از ((کنار زدن مجاهدين)) .
کله چې مي داخبر پرانيست دگلانو په اکليل کې مي داحمدشاه مسعود عکس تر سترگو شو ،پوه شوم چې کومه خبره ده . دا داحمدشاه مسعود دمرگ پنځم کال دياد مراسم وه ، له ځانه سره مي فکر وکړدا کار اوداعنوان څه اړېکي سره لري ،هغه متل دی وايي : (( دهي درکجا ودرخت درکجا ))، .علاقه مي پيدا شوه چي دعکسو تر لېدلو دمخه ،يوځل داليکل شوی مطلب ولولم تر څو دعنوان او دغې ورځې تر منځ يې اړېکې پيدا کړم .
|