ايکو په افغانستان کې پر لا ډيرې پانگونې ټينگار وکړ

09-11-2005

 

داقتصادي همکاريو ادارې ،اېکو، د غړو هيوادونواستازو په افغانستان کې د خپلې درېمې غونډې پر مهال په دغه هېواد کې دلا زېا تې پانگونې په هڅو ټېنگاروکړ

غونډې ته دافغانستان د سوداگرۍ وزيرهدا يت امين ارسلا ووېلي چې هېواد يې په دې هڅه کې دى چې د اېکو د غړو هېوادونو په مېنځ کې داړېکو د مهم پله رول ولوبوي

په افغا نستان کې د پانگونې څخه دملاتړ اداره وايي چې په دغه هېواد کې د ايکو د غړو هېوادونو تر ٢٠٠ زياتوخصوصي او دولتي شرکتونو ته يې د پانگونې اسانتېاوي برابرې کړي

دسېمه يېزي اقتصادي همکارۍ يا ايکو مشراوروزباى په کابل کې د ايکو دغونډې په لومړۍ ورځ څرگنده کړه چې له تېر کال څخه را پدې خوا افغانستان په سياسي او اقتصادي ډگر کې ډېر پرمختگ کړى او دوى به لا هڅې وکړي چې سوداگر او پانگه وال په افغانستان کې پانگې واچوي

دايکو مشر زياتوي چې د تېر کال دهمدې ډول غونډې راهېسې د اېکو غړو هېوادونو په دغه هېواد کې تر ٢٠٠مېليون ډالرو زېاته پانگه اچولې چې شاوخوا ٢٠٠٠٠کسانو ته دکار زمېنه برابره شوې

په دې سربېره دافغانستان دسوداگرۍ وزيرهداځت امځن ارسلا وويلي په تېرو څو کلونوکې په بېلا بېلوبرخو کې دټولو پرمختياو سره سره يې د خصوصي سکټور لپاره په هره برخه کې اسانتېاوي برابرې کړي خو ويې ويل چې داېکو دغړو هېوادونو دپانگې اچول دافغانستان په سياسي او اقتصادي پرمختگ کې ډېر مهم رول لري

ښاغلي ارسلا په ډاگه کړه هېواد يې هڅه کوي چې داېکو دغړو هېوادونو په مېنځ کې د مرکزي پله په توگه رول ولوبوي او ايکو بايد له افغانستان سره مرسته وکړي چې دغه هيواد خپل صادرات پراخ کړي او دمناسبې سوداگرۍ له لارې ددغه هيواد اقتصاد وغوړېږي ولې زياته يې کړه چې داټولې هڅې يوڅه وخت ته اړتېا لري

په افغانستا ن کې له پانگونې څخه دملاتړ د ادارې يا ايسا مشرعمر زاخېلوال وايي تر دې مهاله يې دايکو تر ٢٠٠ زياتوپانگه والو ته د پا نگه اچونې اسانتېاوي برابرې کړي خو ده هېله وکړه چې دغه پانگه اچونه بايد اوږد مهاله پروژو ته وغځېږى

بلې خوا دافغانستان دماليې وزېرانوار الحق احدي په افغانستان کې دايکو غونډې له سياسى پلوه هم ډېرې مهمې بولي ځکه چې سياسي او اقتصادي ېووالى سياسي باور رامينځ ته کوي چې له کبله يې په سېمې کې دپانگې اچولوته لار برابرېږي

ايکو په سيمه کې داقتصادي همکارۍ ټولنه ده چې افغانستان ورسره په ١٩٩٢ کې يوځاى شو دايکو غړي نور هيوادونه پاکستان،ايران،ترکمنستان،ازبکستان،تاجيکستان،قزاقستان،قرغزستان،اذرباېجان،او ترکېه دي