| |
جوړول که نومول؟ |
محمد صفر خواريکښ
غورځېدل
له " انترناسيوناليزم پرولتري" تر"قرسک پنجشېري"
هغوۍ چې له خپل پلرني ټاټوبي اوګران ولس سره رښتيني مينه لري،په وړاندې يې بې توپيره نه پاتې کېږي.د پرمختيا او سوکالۍ له پاره يې مبارزه کوي اولارې چارې لټوي،اودتباهۍ اواسارت مخه يې دسر په بيه نيسي.اودخلکو هرراز نيکمرغۍ او سوکالۍ يې دځان نيکمرغي بولي.
له جګړه ځپلي او لادجګړه مارو په منګولوکې ښکېل هېواد نه کډوالۍ ته اړ شوي او کډوال شوي افغانان او افغانستانيان، دواړه دهېواددروانو حالاتو، ستونزو او ولس دبرخليک او راتلونکي په باب په بيلابلو هېوادونو کې غونډې کوي ډلې او ډلګۍ جوړوي، ليکنې کوي اوبياداوس مهالو ډلييزو خپرونو له اسانتياوو نه په کاراخيستنې سره يې بيلابيلو ويب پاڼو ته سپاري جې ګواکې دادی سره له دې که په لوېديځ کې دسوسيال دپېسو په برکت دخپلې کورنۍ او ځان له پاره دکار او زيار له لارې دحلال رزق له پيداکولو نه مواوږې سپکې دي،خو دغه وخت هسې نه تېروو او دخپل هغه ولس په غم کې ياستوچې پرون يې پر اوږو سپاره وو او ددوۍ له برکته دنوم او نښان خاوندان وو.نوځکه يې اوس هم يوازې نه پرېږدو ، که موږ دلته په لوېديځ کې هم ياستو خودوۍ ته بايد يوه" مشغولتيا" (داوراووينو لوبه)پېداکړو،ترڅو موړ هېر نه کړي اوموږهم له دې ځاې نه هلته خپل قوم کې دقوم ، سمت اوژبې د" مدافع"!!په توګه خپل ځای خوندي ساتلی وي.
زما په اندداليکنې په دې موخه کېږي:
_دافغانستان دناورين داصلي لاملونو په ابهام کې ساتل،اونه رسواکول.
_دولس دملي يوالي اوټولوسره ورونو مليتونو دملي پخلاينې، يو پر بل دباور دپېداکولو او په ملي کچه دملي ستونزو داوارولو پر ځای دهغو تر منځ دبهرنيو دوښمنانو په لارښوونه اوکورنيو سينه دربو په ونډه اخيستنې سره دبې باورۍ،نفاق اودوښمنۍ بل شوي اورباندې تيل شيندل.
_په ګران هېوادکې داستوګنو ټولوسره ورونو مليتونو او قومونو اودمذهبي لږه کيو اوډېره کيو دګډدوښمناودهېواد دملي خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا اوملي يووالي ددوښمن دپښو دپل ورکول.
_خپلو ولي نعمتانوته، دهغوۍ دکرغېړنوپلانونو په عملي کولو سره،دخپلې وفادارۍ ښودل.
په نننيو ليکنو کې هغه څه چې زيات پام وراوړي او دپورتنيو کرغېړنواوولس دوښمنه موخو وږم ترې خېژي،هغه زياتره دپرونيو"انترناسيوناليستانو"!!! ليکنې دي چې نن يې ددوۍ په خپله پرونۍ اصطلاح د"تورې غدۍ" له ګرېوانه ککرۍ راووتې، او د"پرولتري انتر ناسيونالېزم" دسرود پر ځاې زموږ دهېواد ديوې سيمې کليوالي سندرې" قرسک پنجشېر" ته په واغو (پرانيستو)څانګونو لاسونه پړکوي.
دلته له درنولوستونکونه اجازه غواړم چې له اصلي موضوع نه ديوضرورت له مخې د څو کرښو په کچه بهر شم،چې زما پنجشېري ورونه او خويندې خدای مه کړه د"قرسک پنجشېر" له يادونې نه کوم بل تعبير ونه کړي اووران پوهاوی(سؤتفاهم)رامنځ ته نه شي.زما له پاره"قرسک پنجشېر" زموږدفولکلور موسيقي يو په زړه پورې برخه او زموږ دخلکو د کلتور انعکاس دی چې سوچه پاتې دی. اوپر ما هم زموږدهېواد دنورو کليوالي سندرو غوندې احساس پاروونکی اغېز لري.
لکه څرنګه چې "سياه موی او جلالي" دهرات دسيمې دفولکلورموسيقي يوه په زړه پورې برخه بېلګه ده،اويا" پس خو توخ کو پيکۍ داره"دهزاره ورور مليت دکليوالي سندرو بيلګه او ځانګړی خوند او کېفيت لري،يا دارواښاد بازګل بدخشي سندره چې په بدخشي لهجه يې ويلی، يا هم دخداي بخښلي سيد عالم چې زموږدهېواددختيځې موسيقي ځانګړنه"داستان" بيا دهغه او مرحوم منور غوندې چاونه شو ويلی. همدارنګه" کاکړي غاړې"چې دهېواد تکړه سندر غاړی ښاغلي ګلزمان يې په خاصه توګه وايي،بل څوک چې له سيمه ييزې لهجې سره بلد نه وي نه شي ويلی او يا بايد دومره تمرين وکړي چې دويلو جو ګه يې شي.
"قرسک پنجشېر"هم دغه رازهرسندرغاړی او په تېره بيا اماتور کسان نه شي ويلی.
ښاغلي غلام دستګيرپنجشېري د"لشکر مزدور و دهقانيم ما" شعر هغه وخت چې هغه ځان د"انترناسيوناليزم" او"سويتيزم" له سرغندويانو څخه ګڼه جوړ اودقرسک پنجشير په چوکاټ کې واچوه، اودوخت دانقلابي شورا د فرمانونوپه ويا ړپه جوړو شويو غونډو کې به دهغه ډلې له خوا د موسيقي په برخه کې اجرا کېده جې ښاغلي پنجشيري د ښوونې او روزنې د وزارت په مهال جوړه کړې وه. بيا به نو ښاغلي پنجشېري په خاصو "منحصر به فرد" چکچکوسره بدرګه کوله.
دلته مې "قر سک پنجشېر "له دی امله راخيستې چې يوخو ځل د دغو" انترناسيوناليستانو"!!! له ډلې څخه يو" ماورِأ مليتها"متفکر په کوپنهاګن کې دافغانانو دشورا ديوې غونډې په پاي کې په يوکنسرت کې، يو ځوان اوپه هېوادمين شاعرمحدعيسی بهرام ته چې کله کله ددوستانو ددرناوي په خاطر ددوۍ په غوښتنه سندرې وايي د"قرسک پنجشېر" دويلو له پاره کاغذ ورولېږه.هو دغه "انترناسيوناليست"!!!اودده په خپل قول" ماورأ مليت ها" !!! اغا دقرسک پنجشېر دويلو غوښتنه له دی امله ونه کړه چې دی دهېواد له موسيقي سره مينه لري. ای کاش چې داسی وای،خودايوازی له دی امله چې يوخودشاعر اوپه دغه ځای کې دسندرغاړي دکم راوستلو له پاره چې په پنجشيرۍ لهجه بلد نه ؤ، اوبل په دې توګه هغه ډلې ته دځان ښودلوله پاره دغه اغا ان داچې دموسيقي په ځای کې هم دده په انددهغه ډلې له موسيقي سره چې دغو "انترناسيوناليست قرسکيانو " ورته دافغانستان جمهوري دولت او دوطن ګوند له پښو ونيو دخپلې وفادارۍ دوام وښيي.موسيقي چې هيڅ سياسي پوله نه پېژني اودانسان پر احساساتواوعواطفواغېزه کوي،خو هغوۍ چې دسينې په پنجره کې يې دزړونو پرځاې تور کاڼي پراته دي له موسيقي نه هم نه اغېزمن کېږي.
فرانسوي شاعر رونسارد Ronsard وايي:"دپاک لمني او ځوان مرد انسان روح دموسيقي په وسيله ازمويل کېږي، ځکه څوک چې ديوې په زړه پورې موسيقي غږ واوري،او خوښ ياخپه نه شي او بې توپيره پاتې شي ،دا دهغه کس دسخت زړيتوب اوبې لاريتوب نښه ده. بايد له هغه نه واټن ونيسو چې ظالم او ناځوان دی. "
د لوړتيا غوښتنې اوژبني، سمتي، مذهبي تنګ نظرۍ نه د شاعر ښاغلي بهرام دکرکې دبيلګې په توګه دده ديو شعر چې د"انسانستان" تر سرليک لاندې دی څو بيتونه را اخلو:
راشۍ چې راټول سره رنګونه کړو
دارنګونه موږ ښايسته ګونه کړو
سره او شنه اوژيړ اوتور او سپين کړو ګډ
رنګارنګ ترې سازرنګه خالونه کړو
داخالونه ستوري کړو دشين اسمان
جوړ به دې اسمان لاندې کورونه کړو
وربه کړو کورونه مينانو ته
ډک له مينانو به خاونه کړو
مينه به قانون وټاکو دې ښار کې
پاک به له کينو نه داټول زړونه کړو
... ...
نوم به ددې ښار انسانستان کښېدو
ورک به ترې خېلونه مليتونه کړو
داسپېڅلی ښار لکه ايمان به وي
دلته چې اوسېږي بس انسان به وي
دلته به نه زور نه زوروربه وي
هر انسان ديو بل برابر به وي
... ... بشپړ يې دژواک او سپرغۍ په ويب پاڼو کې لوستلی شئ.
هو، همدا پروني "انترناسيوناليستان" !!! وو چې دهېواد او خلکو له دوښمنانو سره يې لاس يو کړاو دوطن ګونداو دافغانستان جمهوري دولت په پوځي ځواکونو کې يې په ډېره نامردۍد"پنځمې ستن"د نقش په لوبولو سره دواک دلېږد دهغه پلان دشنډولو له پاره- چې دګوند اودولت دمشرشهيدداکتر نجيب الله په نوښت او ملګروملتونوپه همکارۍ جوړ شوی ؤ -کودتا وکړه. دوۍ په خپلې دغې کرغېړنې کړنې سره زموږ په جګړه ځپلي هېواد اوله جګړې بېزارو خلکو باندې داسې ناورين راووست چې په لمبو کې يې له هغه دمه تر دې دمه زموږټول ورونه قومونه_ ګوجر ،قزلباش، ايماق،ترکمن، ازبک، نورستاني،بلوڅ ،تاجک ، هزاره او پښتون _ اوزموږ دهېواد په وياړنو اوکړاوونو کې شريک هندو هېوادوال، يو راز سوځي.هغوۍ چې اګاهانه يې ددغې فاجعې په هستولو کې ونډه اخيستې زموږ دخلکو په وړاندې مسؤل اودتاريخ مختورن دي.
زموږ هيواد دپرديو لښکرو نه ډک دی، او همدا اوس له يوې ورځې نه بلې ته زيات موعام ولس وژل کېږي ، هېواد مو په کنډوالوبدلېږي ، دتورې غدۍ دټولو ډلګيو(تورپټکيو طالبانو، دښاغلي پنجشېري "پلنګينه پوش " نظارشورا او جمعيتيانو،بډوهليو وهابيانو، اپراني اخوند پلوه ډلو) عادي پلويان يوراز په دغه دوزخ کې ځورېږي( پرته له معامله ګرو په اصطلاح مشرانو اود وسلې او ترياکو له لارې شتمن شويو جګړه مارانو څخه).
زما په اند ددغو "قرسکي انترناسيوناليسانو"له بدبينۍ نه ډک اند په خلاف هر پښتون طالب او تاجک دنظار شورا يا جمعيت استازی نه دی. نظار شورا يا جمعيت يوازی دتاجک په څېره کې ليدل هماغومره خاينانه دي، چې طالب يوازې دپښتون په بڼه کې. يا هر ازبک "جنبشي"(دشمال ملي اسلامي جنبش غړی) اوهزاره ته د " وحدتي" ( اسلامي وحدت ګوندغړي) په توګه وګورو. دغه شکونه او بدګمانۍ له ځينو لنډاندو سره له دې امله راپيداشوي، چې ځينو معامله ګرو دخپلو خلکو اوهېواد له برخليک سره په ډېره بې باکۍ چلند وکړ.خپل دمورچل پخواني ملګري يې پرېښودل او دتورې غدۍ خواته که تاجک ؤ که پښتون ، ازبک ؤ که هزاره ورواوښتل. او هلته دخپل پروني سياسي او ايديالوژيکي مخالفت دتلافي کولو اووفادارۍ داثبات له پاره " له اش نه توده کاسه "دوه دوه زوره کوي اوهر څه نه دافغانيت نه دانسانيت بلکې يوازې د قوم په هنداره کي ګوري، يوازې په قومي تله تلي.
دلته دپرونيو "پرولتري انترناسيوناليستانو"!!! اونننيو "قرسکيانو" په استازيتوب دافغانستان دخلک ديموکراتيک ګوند (وطن ګوند)دسياسي بيرو غړی او دانقلابي شورا په لورينه او فرمان اکاديميسن اقای غلام دستګير پنجشيري ليکنې ته ګورو او پر هغو برخو يې سترګې ښخو چې ښاغلي نصير سهام او محترم انجينر ذکريا او ځينو نورو سالم فکره ليکوالو ورته په خپلو ليکنو کې ګوته نه ده نيولې.
دښاغلي اکاديمسن ليکنه چې ګواکې په ښکاره دښاغلي مير عبدلواحد سادات د "موجوديت افغانستان درګرو وحدت ملي ان است" دعلمي څېړنيزې ليکنې په غندنه اودده په وينا "نيروهای ملي،شخصيت های مستقل اجتماعي وفرهنګي"په ملاتړ کې ليکلی ده . خو څرنګه چې په اکاديميسن کې هم دده د ډلګۍ د نور و يارانو غوندې دملي يووالي اوځمکنۍ بشپړتيا ضد ويروسونه ننوتي دي نوددغو کلمو په اورېدو او لوستلو سره يې الرژي راپارېږي اوټول بدن يې لړمې شي نو بيا دښارښت په حالت کې کله يو او کله بل ځای ګروي نو ځکه په خپله ليکنه هم په غېر ارادي توګه کله داسې سخت تنګ نظری قوم پرست شي چې ټوله نړۍ د"قابضان" داسمان په کچه اودخپل دويم نوم( پنجشيري)دپر ځاې ښودلو له پاره هرڅه يوازی دپنجشير له پاره غواړي.کله بيا دپروني وخت په ياد د"ازادي،دموکراسي،ترقي،اصول عدالت اجتماعي وملي وبرابري حقوق زنان با مردان" کلمات هم دليکنې درنګينۍ له پاره کاروي اودنړۍ دکارګرانو دزاره چاودي مين په توګه د "زنده بادروز همبستګي بين المللي کارګران جهان " شعار ورکوي.په خپل هيوادکې دوه ورونه په يوه لار تګ ته نه پرېږدي اوپه نړۍ کې کارګران يو ځای کوي .
بايد ووايم چې نه يوازې زما بلکې د ټولو هېواد پالو هېواد والو له انده،دهېواد په لوټ او چور چپاول کې چې هر چا ونډه اخيستي وي يو شان مجرم اوګناهکاردي.دا هيڅ توپير نه لري چې دا لوټمار پښتون دی او که تاجک، هزاره دی که ازبک، دحکمتيارداسلامي ګوند کسان دي اوکه دفرمانده مسعود او پروفيسوررباني دنظار شورا اواسلامي جمعيت "پلنګينه پوشان"، داستاد سياف د اسلامي اتحاد دي او که داقای مزاري داسلامي وحدت او ياد نورو تنظيمونو او ډلګيو لوټماران . د"جهادوغنيمت" تر شعارلاندې وي اوکه د"وند و جهاد" تر نامه لاندې.
خو ښاغلي اکاديميسن ته بيا دا ډېر توپير لري، هغه يوازې هغه څه ګوري او يادوي يې چې په جنګلک او دبګراميو دنساجي په فابريکه کې لوټ شوي. اکاديميسن ددولتي مطبعې ماشينونه ، دراديو اوتلويزيون وسايل،ددفاع وزارت څه ناڅه درې زره کوچنۍ او غټې موټرې ، دافسوتر کامازونه (چې سروېسونه يې ترې جوړ کړي اود پنجشيري صاحب په لېن چلېزي) دبانکونو شتمني، دکابل موزيم تاريخي اثارد دولتي اوشخصي ځمکو چور تالان نه کوري اويا يې دتلخانو په څېر کپه کوي او خولې ته يې اچوي او ارګمی پری هم نه کوي.واه واه نام خدای په دی "جرأ ت" او "مهارت" چې دخلکو سترګو ته خاورې شيندی او له تاريخي پېښو نه هم له خپلو قومي او سياسي غوښتنوسره سم په خپل اندام کالي ګنډې.په هېوادمينوته هر لوټمار که پښتون وي يا تاجک، هزاره وي که ازبک لوټمار او چپاولګر دی نه بل څه خو تا ښاغلي اوډلګۍ ته دی هرپښتون لوټمار او ټول تاجک لوټماران "بې ازاره موسيچې" دي.داهغه څه دي چې ټول په هېواد مين اودهيواد اوخلکو په وړاندې ژمن تاجکان يې غندي.دبيلګې په توګه يو بل پرونې "انترناسيوناليست"!!! اودغوايي داتمې دکرغېړنې اوناورين هستونکې توطيې دمشرتابه دمنځۍ يو اصلي فيګور،پرونې اقاې نجم الدين اخګر کاوياني اونننی برمک خراساني،چې هغه وخت يې لا دبرمک خراساني وروستاړی په ځان پورې نه ؤ تړلی دهيواد په شمال کې په يو ناستي کې ديو باوجدانه تاجک ځوابي خبره راخلو: يو ورځ په تاشقرغان کې وروسته ترهغې چې دخيانت دنورو ګډون کوونکو په مرسته پې دوطن ګوند او ددولت کار يوخواته کړدښاغلي صدباشي په کور کې اقاې کاوياني دخبرو په ترڅ کې ناستو کسانودپښنودواکمنۍ دنسکورېدو له امله مبارکي وويله او هغوۍ يې مقاومت اودده په قول دتاريخي برياوو ساتنې ته وهڅول، ددغه "پلنګينه پسند"تاجک پرست خبرې لا پاي ته نه وې رسېدلې چې داسلامي جمعيت يو غړي ورته وويل: " موږ دې ته حاصر نه ياستو چې له خپلو پښتنو ورونوسره دوښمني وکړو او وجنګېږو، موږکلونه کلونه دافغانستان په شمال کې ديو بل تر څنګ ژوند کړې ،او نه غواړوچې څو کلونه نوردقوم په نامه وينې توې کړو... " [۱]
دا يو سياسي ګڼګپ ته ديوايمانداره تاجک ورور خوله ماتوونکی ځواب ؤ .
داچې ښاغلی "اعزازي اکاديميسن" په خپله ليکنه کې د"ماهيت ملت ودولت کنوني"ترنامه لاندې کله په ميخ وهلي اوکله په نعل،او اندېښمن دی چې "پلنګينه پوش" قوميانوته دپروفيسور رباني د تيت او پرک زمامدارۍ غوندې د " ميم زرما ټوله زما" اختيارات نه دي ورکړ شوي نو دډېر قهر له امله يې هاغه د ملي سرخک ماهيت را څرکندېږي ، چې ښکاره سور او منځ يې سپين دی.په دغه باب محترم انجنير زکريا په خپله ليکنه کې چې د 28- asad اوځينونورو ويب پاڼو کې خپور شو په عالمانه توګه نيوکې کړي دليکنې داوږدوالي دمخنيوي له امله پری له نورې تبصرې ډډه کوم، خويوازې له ښاغلي پنجشيري نه دوه پوښتنې کوم، چې په همدغه حکومت ستا په قول "دولت"کې تر اوسه پورې ددفاع وزارت،دبهرنيوچارو وزارت،دکورنيوچارو وزارت_چې پخواني ښوونې اوروزنې وزارت او اوسني (وزارت معارف) ته دښاغلي يونس قانوني له بدلېدو وروسته "پلنګينه پوشانو" دنوي وزير منلو ته غاړه نه کيښوده او ګډوډي يې رامنځ ته کړې وه_"مقامات کليدي دولت" نه دي؟ افرين دی ستا په دغه راز "عادلانه"!!! او "انتر ناسيونالستي"!!! قصاوت شي، چې يو وخت دی د"بخاطر رنجهای بيکران مردم"تر شعار لاندې دټولنيز عدالت دتأمين دلارې له لارويانوسره يوځاې نارې وهلې ، نن څنګه دټول ولس په سترګې پټوی او هر څه يوازې او يوازې د"پلنګينه پوشانو " له پاره غواړې،چې لري يې هم. ستا دغه راز حرث او وږ.سترګۍ ماته دتېر وخت يوياد را په زړه کړ:يوه ورځ زموږ په سيمه کې دوه کسه ځمکه وال سره يو ځاې ناست وو، يو يې بل ته مخ واړوه او ويې ويل:...خانه چې دابر کڅ زماوای او کوز ستا نوڅومره به ښه ؤ. بل ورته وويل:ستا وږسترګي زياته ده ما دی هم خدای واخلي چې دواړه کڅونه تاته پاتې شي.هو ښاغلی پنجشيري ټول کڅونه غواړي.
دغه "جوشان انتر ناسيوناليست"!!! په ډېره بې عزتۍ ليکي: "انديشه های نژاد پرستانۀ سمسور افغان،سورغرو"خدای بخښلی محمد ګل خان مهمند"وکرايشهای سيطره طلبانۀ نژادي و طرازفاشيستي مبلغان تهي مغز انان درفضاوهوای اين دولت رنګ وبوی جلوه های برتری جويانه وانحصارطلبانه نامطبوع وزننده دارد. واژه های ناب زبان فارسي دری ... "محکوم به اعدام وبدار اويخته ميشود." دومره سپکاوي اوسپورې ستغې. خو "دروند په درنو درونداو سپکوته سپک وي"
په ټپو کښېنې ته نه ګوری چې په همدغه ستا په اصطلاح "در فضا وهوای اين دولت" په ټول کابل کې چې له دوه مليونه زيات وګړي په کې کېشت دي ، پښتانه ماشومان له خپل مسلم حق_ په مورنۍ ژبې زده کړې_ نه محروم دي او ستا لااوس هم دومره سترګه په چا نه سوځي او وايې چې "رنګ وبوی جلوه های برتري جويانه وانحصار طلبانه نا مطبوع وزننده دارد." که چا تله دانصاف په لاس کې در کړه، ته په ډېر ګلان اوبو ته وغورځوی او تاريخي شرمونه به جوړ کړې او پری به نږدې چې په واحد هېواد افغانستان کې دوه ورونه هم په يوه لار لاړ شي.
داقای اعزازي اکاديميسن غوندی يو بل خيرن فکره، سيداحمددولتي فاريابي، دنوروسپکاويو سربېره دخوشحا ل خان خټک بابا(رح) په هغه ارزښتناکه ويناچې له هغې څخه ديرغلګرو او ښکېلاک په وړاندې دتورې او قلم دډګر ددغه مېړني اتل کرکه پوره څرګندېږي چې ويلي يې ؤ: " ما هلته ښخ کړئ چې دمغلو( مقصد هماغه د مغلو ښکېلاکګردي)داسونو دپښو ګردمې پر قبر پرې نه وځي" دا ښاغلی هم لکه دپنجشيري غلام دستګير غوندې،دشکسپير په وينا: " مخکی له دې چې هوښيار شي سپين ږيرې شوی".
په دغه اړوند له تبصرې ډډه کوم ،ځکه اوس دغه ړون انده دقلم خوځولو له هماغه لومړۍ کرښې څخه يې په کرغيړنو او شومونيتونو ټول پوهېږي.خو ددغه جناب اودده په څېر نورو افغان دوښمنه "قرسکي انترناسيوناليستانو" پام يوځل دخوشحال خټک بابا(رح) د شعر دغه بېلګې ته را اړوم:
چې نيشه داستبداد لري په سر کې
ماته يودی، که مغل دی که افغان
دغه جناب خپله پښتون دوښمني ددغه غدۍ دنورو کسانو غوندی نه شي پټولی او ليکي:
"برتر شمردن قوم ونژاد تحميل ارادۀ قبيله سالاري به ديګران ازسال ۷ ۳ ۹ ۱ م که زبان پشتو در پهلوی زبان فارسي به حيث زبان رسمي افغانستان اعلام ګرديد رنګ تازه ګرفت... " هيڅ تبصرې ته اړه نه شته،کله چې يو څوک تر دې کچې سقوط وکړي چې دهېواد يو ډېره کي ورور قوم له خپلې ژبې نه په رسمي ادارو کې له ليکلو اولوستلو نه محروموي ځان نژاد پال او فاشيست نه بولي، خوهغه چې په خپله ژبه ددغه حق ترلاسه کوي( چې لا تراوسه يې هم په سمه توګه نه لري)هغه ته نژاد پرست ، برتري جو او نور وايي.
پنجشيري صيب ددغه غدۍ څخه يو پخواني ارتيست دی چې دکلماتو په لوبولو ښه بلدشوی ،په دغه ليکنه کې يوځاې دښاغلي سادات له ليکنې نه دکاږه قلم نوکه دمحترم اعظم سيستاني خواته اړوي او دهغه دانتقادي او ارزښتناکه ليکنې په باب چې دملي شتمنيو دلوټولو په لړ کې يې دهېواد دلاجوردو اوزمردو لوټماران غندلي وو ، په پنجشيري صېب ښه نه لګېږي، ځکه ددغه لوټمارانو دپښو پل د "پلنګينه پوشانو " په کور ورننوتی دی. خو څرنګه چې له لوټ اولوټمارۍ نه په ښکاره ننګه نه شي کولی، نودقومي او مذهبي اقليتونو په کلمو لوبې کوي، اوپه خپله همدې ليکنه کې چې د "نيروهای ملي و شخصيتهاې اجتماعي وفرهنګي " دفاع ته يې هديه کړې ده ليکي: "برخلاف اتهامات تنګ نظرانۀ اقای اعظم سيستاني وديګرنژاد پرستان برتري جو(دده له نظره هر څوک چې لوټماران رسواکوي هغه هم برتري جو او نژادپرست دی) من به اين باورم که معادن زمرد، لاجورد، ياقوت، ﺁ هن ،مس ﺁ بهاي مست و خروشان عناصر طبيعي، ميراثهای تاريخي، ښرهنکيوبيک سخن ثروت های مادي فرهنګي تاريخي زير زمين وروی زمين افغانستان، به همه ګروه های فومي واقليتهای ملي و مذهبي ساکن وطن واحد وتجزيه ناپذير ما تعلق ميګيرد... "
که مقصد دماګوژي،عوام فرېبي اولفاظي نه وي، نوولی ونه وايي، چې دهېواد ملي شتمني دهېواد په ټولو خلکو پورې اړه لري، چې په هغو کې په طبيعي توګه دهېواد ټول سره ورونه قومونه اودټولو مذهبونو پيروان راځي. که ښاغلی پنجشيري د مهربانۍ له مخې ووايي چې محترم سيستاني کوم ځای ويلي چې دهېوادملي شتمني دلږه کيو نه بلکې دډېره کيو مال دی.
ښاغلی پنجشيري دملګروملتونو دسولې پروګرام په وړاندې، چې د شهيدداکتر نجيب الله په نوښت دجګړې او ورور وژنې دپاي ته رسولو په افغاني اوانساني احساس جوړشوی ؤ،په واقعيتونو سترګي پټوي ځکه چې هغه دشمال ټلوالې او په ګوند اودولت کې د"پنځمې ستن" يا داکاديميسن په قول "اتحاد فعالان ملکي ونظامي...دريک جبهه با پلنګينه پوشان فرمانده مسعود" ديوې نامرادنه توطيې او کودتا له امله شنډ شو، دغه "فعلان" له "فرمانده" سره دتوطيې دوروستي پخلي له پاره له نيکتاي سره تللي وو او دستمال په غاړه اوپکول په سرراغلل. چې ددغې هېواد دوښمنه او ولس تباه توطيې اصلي سر غنه وو په هيواد کې لا څه چې له هېواد نه بهر هم خپله جيره ياحق الخيانت تر لاسه کوله. هغه مهال چې لادغه سرغنه لوېديځ ته په لارکې په مسکوکې وو،کله چې به دفرمانده مسعود مالي مسؤل راغی نو په دوۍ به اخترشو، او که به يې دوۍ په لومړۍ ورځ ونه شو ليدلې نوپه تليفونوبه يې په هغوځايونوکې لټوه چيرته چې به دهغه ناسته ولاړه وه ترڅو ټاکل شوي اندازه حق الخيانت شنه به يې تر ګوتو کړل.که هېر کړي مووي درپه زړه يې کړئ ـ هو ښاغلی "اکاديميسن "له بده مرغه ددغه"انترناسيوناليست قرسکي" ناورين له امله له ډېروافغانانو څخه خپل ګران ټاټوبې پاتې شو ، هيواد پرېښودل د ماتې او مجبوريت نښه ده نه کوم وياړ او سرلوړي ، هپيڅ"مظفرانه" والی نه لري خو "فعالان ملکي ونظامي به شمال واز ﺁ نجا په کشورهای همسايه زنده وسلامت عقب نشيني مظفرانه ومهاجرت کردند" . "پهلوان زنده خوش است".
"مپندار که نامردي خردمندي است"
پنجشيري صېب خولا د"پلنګينه پوشانو" په ټوپک سالارۍ کې ګوند هم جوړ کړی. "پکه دادې لا بله سپکه" . په هغه مهال چې ده لا له هېوادنه " مظفرانه" !! او"شجاعانه"!!! تېښته نه وه کړې، د ۴ ۹۹ ۱ ز دجنوري په لومړۍ نېټه په هېواد کې د"افغانستان نوين" په نامه په خېر خانه کې.دده په قول د "سياسي دموکراتيک سازمان" دبنسټ لوټه کېښوده،دده په وينا دا سازمان ددين او دولت دجدايي پلوي ؤ،خو "غېرازحزب افغانستان نوينی می باشد که رهبر ﺁن اقای قانوني رئيس پارلمان ميباشد ". ماته دې هم هغه مهال راياد کړ، چې دپروفيسور رباني په زمامدارۍ کې دنظارشورا دمشرتابه له خواهغو پخوانيو پرچمي او خلقي کادرونو ته چې له خپل ګوند( وطن ګوند) نه، ستا په څېر "پلنګينه پوشانو" ته اوښتي وو ، ديو "سياسي دام" په نيت دګوند يا سازمان دجوړېدو هدايت ورکړ شوې ؤ.
دوخت زمامدارانو ته دغه مشوره هماغه "فعالان ملکي ونظامي حزب دموکراتيک خلق افغانستان وشاخه های روينده... " ورکوله،چې دوطن ګوندهغه په هېواد مين غړي چې په هېواد کې پاتې وو، ديو سازمان يا ګوندپه نامه په يو تشکيل کې سره راټول او را څرګند کړي. زمامدارانو له دغه کار څخه دوه ګټې اخيستې.
ـ لومړی داچې بهرنۍ نړۍ ته داسې وښيي چې ګواکې دوۍ هغه پرونۍ دټوپکيانو ډلې نه دي، اودومره سياسي زغم لر ي چې ان خپل پروني مخالفين يې هم سياسي فعاليت ته پريښي دي .
ـ بله عمده اواساسي ګټه چې اصلي موخه يې همدا وه چې خپل مخالفين په يو نوم په يو داسی ګوندکې سره راټول کړې چې دايرکتر يې لکه دپنجشيري صيب غوندې ماهر او"کارکشته" دده په خپله وينا "يار شمشير" وي،چې هروخت وغواړي له معرکو اتل راوځي خودلارې دملګرو سرونه په تېغ ورکړي.
پنجشيري صيب "افغانستان نوين " سازمان جوړوي اوليکي: "... طرح برنامۀ ﺁ نرا نيز نوشتم وپس از ﺁ رايش وپيرايش ضروري به تصويب رهبري ان رسيد." خو بيا دواره څو کرښې وروسته له څه امله منکرېږي او ليکي: "درکارتشکيلاتي ورهبري اين سازمان ازهمان اغاز تأسيس تا کنون نقش اشکار وپنهانی نداشته ام... " پرنامه ﺁنرا نيز نوشتم خو نه پټ او نه ښکاره نقش دی.؟؟؟
دښاغلي اکاديميسن زړه بيا هم طاقت نه کوي چې ترڅو دخپل" نوښت"!!! ستاينه ونه کړي اودغه سازمان ته خلک ونه هڅوي، نوبيا هم ليکي: "ولی اصول مرامي برنامۀ اين سازمان چشمۀ الهام برای بسياری احزاب نوتشکيل طرفدارجدايی دين ازدولت وحتی قانون اساسي جديدبوده است"
څه ښه "جوشان "استعداد الله پاک درکړی او څه ښه څنډل او پاکول دی زده دي. ددغه سازمان جوړېدل دوخت له پلوه داسی مهال سره برابر دی، چی په هېواد اوپه تيره بيا په کابل کې دتنظپمي او "پلنګينه پوشو "لوټمارانو څخه نور دپام وړ څه دلوټولو له پاره نه وو پاتې شوي،نوماته دهيوادوتلي روڼ اندشخصيت خدای بخښلي عبدالهادي داوي (رح) دا شعر را په يادشو:
من ازين بيش ندانم که کفن دزدی چند
بهر تقسيم قبور انجمنی ساخته اند
دغه سازمان ستا او ستا د يارانو مبارک شه!چې پټ نقش پکې لرې اوکه ښکاره، خو زما دخوارکي په دوه خبرو سر خلاص نه شو:
۱ـ پنجشېری صېب په داسی حال کې چې له افغانستان نه خراسان ته دهېواد دنوم بدلولو له" زاره چاودو مينانو" څخه يې، دکوم "پشتون تبار"،"افغان تبار"يا "قبيله سالار" له ډاره يا زور او فشار له امله دی د"خراسان نوين" نوم نه بلکې "افغانستان نوين" ددغه "سراسري"!! ا و"وياړلي"!! سازمان له پاره غوره کړ؟ په داسی حال کې چې ستااديال "پلنګينه پوشانو" دکابل په "شش کروهي" کې بشپړه زورواکمني درلوده. که نه، هغه وخت لازموږ دهېواد اوخلکو ددوښمنانوله خوا د"خراسان" او "افغانستاني" په نامه دنوې خونړۍ اوناورين زېږونکې سناريودجوړېدو دايرکتيف درته نه ؤ ابلاغ شوی.؟
۲ـ پنجشيري صېب تا ليکلي : "در جلسات کميته هاي ولسواليهای کاپيسا،پروان وکوهدامن(پوه نه شوم کاپيسا اوپروان خو دولايتونو نومونه دي، که نه زه بې خبره پاتې يم اود پنجشير دولايت په جوړېدو سره دغه ولايتونه دهغې په تشکيل کې ننوتي) کتاب عياری ازخراسان استاد خليلي تبليغ وترويج ميشد. " ستا غوندې"په هېواد مين انترناسيوناليست"!! دکوم ضرورت له مخې دا وپتېله چې د"افغانستان نوين" په "دموکراتيک" سازمان کې دې دا کتاب تبليغ شي ؟
ايا ديو کس دشخصي خاصيتونو اوسياسي کړونو تر منځ توپير نشته ؟ـ زموږ په ټول هېوادکې په ځينو مواردو کې کليوالي خصوصيتونه پر ښاري غوره وي او کله بيا ښاريان ځينې ښېګڼې لري ـ خودا په دې مانا نه دي چې موږد يوچا ارتجاعي او هېواد دوښمنه کړه وړه، دهغه دکور او کوڅې يا خپلې سيمې له خلکوسره دهغه دچال چلند له مخې وسنجوو.
که د"افغانستان نوين" سازمان غړو دپنجشيري صېب په سپارښت دغه"عيار"دخپلې مبارزې د لارې سرمشق ګرځولی وی، نوبيا په يوه سازمان کې دورنګي دڅه له پاره؟ ولې ددغه سازمان نوروبيچاره غړوته د"علم اوپوهې" له دغه "رڼې اوخوږې چيينې" نه يوګوټ نه ورکوي چې دعلم تنده يې ماته او ټول عياران شي. که نه عياري يوازې دپنجشيري صېب دزون دکسانو حق د ی؟
په ډېر د | |