د محقق د پښتو ضد چلند


د هر څه نه مخکې باید د محقق تعصبي او د کرکې ډک چلند چې د اساسي قانون بربنډه او ښکاره سپکاوې، سرغړونه او تیری دی په کلکه وغندل شي،محقق او د هغه مل کسان چې د اساسي قانون د ۱۶ مادې په ماتونه، سرغړونه او بی پته کونو کې ښکیل دي باید راوغوښتل شي پوښتنه ترې وشي چې څه حق لري ټولو پښتنو ته ښکنځل، سپکې سپورې او توهین وکړي. له حقوقي مخې دا مسله باید دومره سطحی ونه نیول شي،دا باید ډیر زر او په جدی ډول ښه وپلټل او وڅیړل شی.که مخه یی ونه نیول شي نو دا لړۍپیل شوې او روانه به وي.محقق او یاران یی باید محکمې ته راښکل شي ځکه دوی نژادي \ژبني تعصبونو،کرکو،تبعیظونه او فساداتو ته لمن وهلې او اوس یی خوروي چې پایلې یی مالومداره قومی،نژادی تربګنۍ او جګړې دي. د دهغسې قانون ماتونکو او قانون نه منونکو سره باید سخت قانوني چلند وشي. د محقق په اړوند: محقق هغه د وینو تګې،د ډله اییزو وژنو د وحدت شورا د سادیانو مشر دی چې د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پورې د افغانانو په سرونو کې میخونه ټک وهل.دشت لیلی کی یی چې څومره انسانان دې چنګیز فطرته په ډله اییزه توګه ووژل د دې خبری زبات کوي چې محقق جنګیز ته براءت ورکړ. اوس یی چې د قدرت واکې لاسونه بوخت ساتلی د دې فرصت نلري چې پښتنو ته فزیکی زیان ورسوي نو ژبنیژ،توکمنیز تعصباتو او فساداتو ته لمن وهي. د کرزی په اړه هم غواړم څه ووایم. د بیغیرتو،بی ننګو ولسمشرانو او دولتو له لاسه نن ورځ د پښتنو اوپښتو داسې سپکاوې او توهین کیږي چې په نړۍ کې سارې نلري. په تاریخ کې په ټوله نړۍ کې چا دا جرءت نه درلود چې د افغانانو(پښتنو) داسې سپکاوی او توهین وکړي او اوس د پښتنو په ټاټوبی کې پښتنو ته او ژبې ته یی ښکنځل او سپکاوې کیږي او حکومت پرې غوږونه کاڼه اچولي دي.د دهغسې بیغیرته،بی ننګه او خرڅ شوی پښتنوچې د قدرت پر واکو ناست دي او هیڅ غبرګون نه ښکاره کوي لعنت وایم! او پرې غږ کوم چې ای د قدرت لیونو! پښتانه نور څومره ځپۍ او بیوسه کوۍ، دې شرمیدونکی حالت ته مو راورسولو نور مو مه هلاکوۍ، د تیمورشاه په پله مه ځئ! د بیغیرتۍ او بی ننګۍ نه مو داسې جوتیږي چې هیڅ د سړي زامن نه یاستۍ ځکه بی غیرتي هم یو حد لري. په درنښت میرویس

 

 

 

میرویس

   
 

 

د پاڼې سر ته