سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

د امريکا د انتخاباتو ترشا څوک ولاړ  دي ؟

 

 

 

دوهمه او وروستۍ برخه

 

په انتخاباتو کي د بارک اوباما ځانګړتياوي
ډيموکراټان سره ددې چي په ظاهره کي يو موټي نه وه خو« بارک اوباما»  داسي و ښودله  چي ګني تر نورو ځان ديوه بل رازي سياسي تفکر خاوند  بولي ، داسي يو تفکر چي د محافظه کارانو سره فرق لري . د امريکا زيات خلک د امريکا په بهرني  سیاست او کورني پلانو کي د بنيادي بدلونو غوښتونکي دي  خو داسي معلوميږي چي و سپيني ماڼۍ ته د اوبا ما رسېدل  څرنګه چي نوموړی يې فکر کوي  د ځينو فکټورو پر اساس داسي آسانه کار نه وي .

د اوباما سحر ديده حريفانو اوس وايی چي دی تور پوستی دئ ، شجره ئې اسلامي ده، په نوم کي يې د حسين نوم دئ، او امريکايی بېس نلري . يعني داچي د اوباما  نيکه مسلمان وو او زيات وخت يې په اندونیزیا کي چي د نړۍ تر ټولوستر اسلامي هيواددئ تېر کړی دئ . د اوباما وسطي نوم هم  حسين دئ چي و زياتو مسلمانانو او عربو ته د صدام حسين دنامه  سره تداعي کېدای سي  او د امام حسین  د نامه سره  هم ورته والی   لري . خو ددې سره سره چي اوباما يو مسيحي دی ولي  د بوش په نسبت  چي ددې دين  څخه يې  اماتوري او سرسري  برداشت  درلود، ويل کيږي چي د اوباما درک لږ شاني  ژور دئ . دامريکاعام خلک مذهبي او زياتره يې مسيحي دي ، د اوباما مخاليفين د نوموړي   پر اسلامي شجرې او تورپوست باندي زيات تبلیغ کوي تر څو د هغه د پلويانو پاملرنه او  رایي  وځانته راکش کړي .

 د امريکا په دننه کي د اوباما تر ټولو څرګند مشکل دهغه د پوست رنګ دئ . د امريکا خلک په دې اړه د نظر اختلاف لري . په کلي توګه ځوانان او تحصيل يافته ګان دهغه و رنګ ته دونه اهميت نه ورکوی، ولي دغه  واقعيت په پام کي نيسي چي دامريکا۴۳جمهور رئيسان  ټوله   سپين پوستي وه . په داسي حال کي چي دامريکا په سلو کي ۶۲ د نفوسو برخه يې سپين پوستي دي په دې خاطر د اوباما حريفان کولای سي و دغه د نژاد او دهغه د رنګ و مسئلې او اسلامي شجرې ته زياتي ډنډورې ووهي . هغه د نظريو شمېرنه چي د نيوز ويک اوونيزي لخوا د سږکال د انتخاباتو په هکله کړېده نو په هغه کي په سلو کي ۲۹ د ډيموکراټ ګوندسپين پوستوپلويانو پرېکړه کړېده چي د نوامبر په مياشت کي به و « جان مک کین» ته رايه ورکړي . دډيرو سپين پوستانو  نظر دادئ چي د هغوی په نظر اوباما يو واقعي امريکائي نه دئ  .

خو برعکس په اروپا کي چي د خلکو  سياسي پوهه د امريکا او  د نړۍ د نورو هيوادو په نسبت لوړه ده نوتر « جان مک کين»  و«بارک اوبا ما»  ته زياته  پاملرنه او  ترجيح ورکول کيږي . دبلي خوا هغه رايي شمېرني چي تر سره سوي دي په مينځني ختيځ کي د اوباما د پوست تور رنګ د هغه محبوبيت لا نور هم  زيات کړی دئ . خو دلته به دهغه د محبوبيت د زياتېدو موجبه  ښايی نور وجوهات  هم ولري  چي لوی سرمايه داران به غواړي د ډيموکراټ ګوند دلاري  د مینځني ختيځ دسیاسي طرحو په عملي کېدو کي پر اوباما باندي سرمايه ګزاري  وکړي او دهغه په سيله ، په سيمه  کي چي کوم  تشنج موجود دی دهغه مسير  به و بلي خواته واړوي  . ددې سيمي ولسونه او عموماً په ټوله اسلامي نړۍ کي کله چي د بوش  انساني ضد کردار تر سترګو تيروي نو دهغه او دهغه دګونده څخه يې  دکرکي  او  نفرت  اندازه  و خپل اوج ته رسېږي  .

ددې ټولو مثبتو او منفي اړخو په يادولو  سره په امريکا او نړۍ کي ځيني په دې  باور  دي چي  دلويو سرمايه دارانو ګټي  د «جان مک کین»  په بري کي خوندي کېدای سي  او« بارک اوبا ما» يوازي يوه بازيچه ده چي د ډيموکراسۍ تمثیل ورباندي  کيږي  !

د امريکا په انتخاباتوکي د رسنيو نقش
په لوېديځ کي د نن ورځي ډيموکراسي  د اروپا او انګلستان په اولسمه پېړۍ کي ريښې لري .  داروپا  د ډيموکراسۍ ميراث چي بلاخره  ځان يې وامريکې ته  ورساوه  نو هلته يې د يوې اليګارشي او کنټرول سوې ډيموکراسۍ په شکل ځان   ظاهرکړ، چي د يوې ډلي لخوا  د خپلو ګټو او  دټولو خلکو د ادارې لپاره کارول کيږي  او همداسي هم د هغې ډلي د غوښتنو او ګټو پرخوا  روانه  ده   . هغه ډيموکراسي چي په کتابو کي ليکل سوې ده  او په هغه کي  پر خپل سرنوشت باندي د عوامو په ګټه د خلګو د اشتراک او واک بيانول دي نو  هغسي  ډيموکراسي په اوسني عصر کي  اصلاً سته نه .  دهغه راهيسي چي د سرمايه دارۍ نظام و اوسني پرمختللي پړاو ته ځان را ور ساوه، نو  د خلکو ګڼه ګوڼه هم زياته سوې او ټولنيز سازمانونويې هم بې درکه پرمختيا او  پېچلتيا موندلېده.   ډله ائزه رسنۍ هم د هغوی د واکمنو ډلو او مالکانو لخوا  مؤظفي سوي دي چي  دخپل ماهيت  پر اساس داسي فيلټر سوي اطلاعات او خبرونه وخلکو ته ورسوي چي نظام يې غواړي     . د امريکا خلک اغلباً خپل ټول مالومات او خبرونه د همدې پر مختللورسنيو دلاري لاسته راوړي او رسنۍ هم که په اقتصا لحاظ وي او که په سياسي او اجتماعي لحاظ نو   د هماغه  خاصي  ډلي تر ادارې او ډيکټې لاندي خپروني تنظيموي او خلکو ته يې رسوي  .

امريکا د خپل با قدرته ډله ائزه رسنيو  دلاري چي لويه برخه يې د يهودي سرمايه دارانو په واک کي ده   او  تر شا يې  نور لوی اقتصادي قوتونه هم ولاړ دي  او ټوله يې د خپلو اهدافو د تحقق دپاره  «ګوبلزي» مهارتونه په کار اچوي ترڅو د ټولني پرذهني او فکري ماحول باندي تسلط حاصل  کړي او هغوی تر خپل تأثيرلاندي راولي.  دغه رسنۍ په دې لاره کي   ټولي هغه عرصې چي د لويو سرمايه دارانو او غټو کمپنيو اوږد مهالي ګټي په کښې ساتل کېدای سي په پام کي نيسي  تر څو دامريکا د انتخاباتي کمپاين په سير کي د خلکو ذهينتونه ،د هغوی د سياسي،فرهنګي او اجتماعي بنيادي مسئلو څخه پام  بلي خواته واړوي او  د دووکانديدانو د بري او يا ماتي  نمایشنامه   ونړۍ والو ته  د يوې هيجاني تفنن په حیث  و نندارې ته وړاند کړي .

په انتخاباتو کي د  دريم جريان  دريځ
په امريکا  کي د تکنالوژۍ بېړنۍ پرمختګ او ددې هيواد استعماري او د سرمايه داراۍ  تکاملي پړاو، ددې هيواد و سرمایه دارانو ته بې درکه ګټي راکش کړي دي  ، خو په ټولنه کي د پراخو  پرګنو او  سرمایه دارانو تر مينځ  يوه نه تصور کېدونکې فاصله موجوده ده او دغه فاصله ورځ تر بلي زياتيږي .  دلته د امريکا وټولو خلکو او ټولنيزه مترقي  جنبشو ته د جمهوري رياست په انتخاباتو کي برخه اخيستنه  يوه لويه عمده سیاسي وظيفه بلل کيږي  چي غواړي  په امریکايي ټولنه کي  زحمتکښه او محرومه  پرګنو ته د   ټولنيز عدالت د موازينو پر اساس خدمت وکړي  او ددغه فاصلو په کمولو کي خپل تاريخي نقش و لوبوي .

په دې لړ کي د امريکا دروان انتخاباتي کمپاين  په دوران کي غير له دغه دوو مطرحه ګوندونو څخه ( جمهوري غوښتونکي  او  ډيموکراټ ګوندنه) يو بل مستقل جريان  هم چي د  دریم جریان  په نامه  و ميدان ته را وتلی وو، خبري کړي دي.  دغه جريان  هم  د امريکا د جمهوري رياست و څوکۍ  ته يو مستقل شخص  د «رالف نادر» په نامه  کانديد کړی  وو . که څه هم هغه د ميدانه ايستل سوی دی خو نوموړي په يوه مصاحبه کي چي د امريکايي خبريال «امي ګوډمن» سره کړېوه  ويلي دي چي د امريکا خلک د ډيموکراټانو او جمهوري غوښتونکو د نامزدانو په ټاکلو کي هيڅ نقش نلري .  هغوی وايي په امريکا کی ډېر خلک دځانه سره دا  پوښتنه کوي چي دلته په رشتيا  څوک د چا سره په انتخاباتي مسابقه کي ډغري وهي  . او اساساً دا چي آيا دغه په رشتيا  يوه واقعي انتخاباتي مسابقه   هم  ده ؟

د دريم جريان استازی وائې چي  «بارک اوباما» او «جان مک کين» دواړه د لويو اقتصادي مجتمعو نماينده ګان دي او دهغوی د ګټو څخه نه يوازي ساتنه کوي بلکه  وهغوی ته د خپل «برياليتوب» نه وروسته د  هغوی د بقا او د نوي بازارو د پيدا کولو دپاره لستوڼي  را نغاړي    .

د کانديدانو دغه دريم جريان او دهغه مستقل کانديدان، چي د فعالينو طرحي يې  د ډيموکراټانو او جمهوري غوښتونکو  څخه  ماسېوا دي  وائي  چي دهغوی پرضد داسي تلاښونه تر سره  کيږي چي هغوی ته د عامه توجه ټولي خواوي بندي سي . دهغوی پر  سیاسي مواضعو او هغو طرحو په وړاندي چي د ټولنيز عدالت  د تأمين دپاره يې لري،   د لويو رسنيو لخوا  چي د امريکا ټولنه يې تر خپلي تبلیغاني  چتر لاندي را وستې ده، پرده غوړول کيږي . دا ځکه  چي دغه رسنۍ  د لويو پیسه داره مجتمعو په ولکه کي  دي ، او پخپله   ددې دريم جريان  سره چي   بنسټيزه بدلونه د امريکا د روانو ستونزو د حل اساسي  لاري  بولي ،  مخالفت لري  . هغوی نه کمونيسټان دي او نه هم بېدينه امريکايان خو داچي دوی  دلويو شرکتو دغل بازي او فريبکاري رسوا کوي، نو دهغوی طرحي  چي ددې د وو ګوندو دطرحو سره بېلي او يو دبل سره  فرق لري د هغوی د فعاليتونو  پر پراخ  انعکاس باندي  بنديزونه  لګول کيږي   او ان د انتخاباتي کمپاين په هماغه لومړيو  ورځو کي  يې د ميدانه څخه  باسي .

هغوی غواړي چي د لويو شرکتو، بانکو او د و سلو د توليداتود  سترو فابريکو فعاليتونه   بايدد  خلکو و حاکميت   او د هغوی د رفاهيت   و اصل ته تابع  سي . هغوی وايی  کله چي زموږ اساسي قانون د« موږ خلک»  په نامه پيل کيږي  او کله چي خلک  په ټول هيواد کي  د عدالت د تأمين خبره کوي نو  دا کار ولي بايد يو راډيکاله اقدام و ګڼل سي ؟ هغوی وايي چي دالوی شرکتونه دي چي عملاً  پر موږ باندي د واشنګټنه څخه  حکومت کوي .

کله چي د قانون خبره ياديږي  نو دغه دريم جريان د بوش او دهغه د مرستيال ډيک چيني استيضاح هم غواړي  او وائې   چي دوی بايد يا  د پخوانۍ جمهور رئيس  ريچارډ نيکسن او دهغه معاوين اګنيو غوندي استعفا وکړي او که يې نکوي نو  دوی دواړه  دي  کله چي د راتلوکي کال د جنوري پر يووېشته  د قدرته څخه ګوښه  کيږي ،نو   بايد د عدالت د تطبيق څخه فرار و نکړي    . هغوی   بايد د يوه  متناسبه  مربوطه قانون پر اساس   په دې خاطر چي د خپلو جنايت کارانه کردار  پرکړو يې اصرار  کړی دی، د اساسي قانون پرضد يې  رفتار کړی دی،د عراق د جګړې د پيل تاريخي جرم  او وژني يې تر سره کړي دي، د ابوغريب او د ګوانټانامو د بنديانو د سيسټماټيكه انساني ضد چلند او  زوروني  امرونه يې ور کړي دي ، د بې ګناهانو د بندي کېدو او د قانوني ملاتړ نه بغير يې د خلکو شخصي خبرو ته يې  غوږ نيولی دی او داسي نورډېر څه يې کړي دي، نو ددې ټولو    په خاطر، باید محاکمه سي .

په دغه دريم جريان کي د   ياد سوي دوو ګوندو د انتخاباتي کمپاين ناراضيان او مخالفين وايی،   هغه کسان چي    ډيموکراټان يې بد ايسي، نو يوازي په دې خاطر  ډيموکراټانو ته  رايه ورکوي چي  نه غواړي د جمهوري غوښتونکو تر څنګ و دريږي، او هغه چي بياد   جمهوري غوښتونکو څخه يې په سر کي ټک دئ ، نو يوازي په دې خاطر و جمهوري غوښتونکو ته رايه ورکوي چي نه  غواړي  د ډيموکراټانو سره ولاړ سي .بس د همدغي   لړۍ دوام دئ  چي   دغه  دوه ګوندونو په دغسي يوې فضا کي تر دا اوسه پوري  و خپلي ډيکټاټورۍ او   تسلط  ته دوام  ورکوي .  هغوی وایی ،همدغه وجه  ده چي  که ددغه دريم جريان څخه  د فعاليت موانع ايسته سي نو ډيري خبري  او واقعيتونه به تر خلکو ورسيږي او خلک به په  دې و توانيږي د يوه بل ګوند او و يوې نوي سوله ائزي نړۍ ته د ننوتو د بري چانس  قطعي کړي .  هلته به وي چي په دغه پر مخ تللې  او ماړه  هيواد کي د خلکو و  لوی محروم اکثريت ته د اجتماعي عدالت په تأمين کي د هغوی  د اميد غوټۍ  چي دنړۍ والي وسولي ته لېواله دي دبنياد اصلاحاتو او په سيسټم کي د بنيادي  تغير غوښتونکي دي   و غوړيږي .     پای

 

اخځونه   :
۰  داسټرليا د ایس بي ايس  او اې  بي سي خپروني،
 ۰  دبي بي سي او د آلمان ږغ راډيو،
 ۰  د نيويارکر او نيوز ويک مجلې،
۰  د وال سټريټ ژورنال اودشيکاګو د سوشياليسټ رويو  ژورنال،
 ۰  د روسيې د نووسټي خپرونه،
۰   د هندوستان د هندو او نيو ايج  د ورځپاڼو ويب سايټونه،
۰  په امريکا کي   ځيني خپلواک او معتبره   سايټونه،
۰  او دغه لاندي لينکو څخه استفاده سوېده

http://www.votenader.org/issues /
http://www.votenader.org/issues/impeachment /
http://www.sevenstories.com/book/?GCOI=58322100667540

هدايت الله هدايت

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي