څلرمه برخه
دامن جرگي لپاره تر وخت دمخه منډترړی
دابرخه ديومنلي شاعرمجبور صاحب پدغه يوبيت شروع کوم :
دننگونوفرشتې بيا پېغله شه،بيامورشه زموږناشونوفيصلوته اکبر وزېږوه ،بل اکبر وزېږوه
کله چي دپاکستان مشر جنرال پرويز مشرف دملگروملتودسازمان په لويه غونډه کي دبرخي اخيستولپاره امريکا ته تللی ودامريکا دبهرنيو چارو له وزيري کاندوليزا رايس سره په افغانستان کي دامنيت دټينگېدو اوترهگرودتگ راتگ دمخنيوی په پلمه وړانديز وکړ چې دډيورنډپرکرښه اغزن ديوال جوړکړي ،که څه هم دا څرگنده نشوه چي ددې وړانديز په هکله دامريکا نظر څه و مگر افغانانوسمدستي ددغه وړانديز خلاف خپل غبرغون ښکاره کړاو دپاکستان داکار يې په افغانستان دډيورنډکرښي په رسميت پېژندولو پلمه وبلل . له هغه وخت نه دنړۍ په مطبوعاتو کښي دډيورنډدکرښي په هکله دمختلفو معلوماتو خپرېدل پيل شوه ،په راډيو يي اوتلويزيوني پروگراموکښي دنظرخاوندانو سره دمرکو لړۍ لاپاي ته نده رسېدلې ،دمياشتنيو ،اونيزو اوورځپاڼو کي ډول ډول نظريات خپاره شوي دي .دالړئ دانترنټ تر پاڼو هم رارسېدلې ده اوپه يوشمير پاڼو کي دمختلفواندو خاوندانو دکرښي دبرخليک په اړوند خپل نظريات خپاره کړې دي . |