دامن جرگه که دډيورنډجرگه

اتمه برخه :

 


دپاچاخان پدې خبره به يي پيل کړوچي وايي : راځی يوکېږوکنه ورکېږو

دامن جرگه اودهغې  ارزښت

داسي ويل کېږي  چي داد پاکستاني چارواکو غوښتنه وه چې په افغانستان کي دترهگرئ دمخنيوی په خاطر دکرښې د دواړو خواوو قومونوترمنځ ګډه جرګه جوړه سي .
همدا دليل وچې  بوش  د يوې داسي جرګې له جوړولو سره خپله لېوالتيا وښوده . مگر کله چي جورج بوش دامريکا جمهوررئيس دتير کال داکتوبر په مياشت کي دپاکستان اوافغانستان جمهور رئيسانوته ددرې اړخيزي کتني لپاره بلنه ورکړه ،پدغه ليدنه کي تر پرويز مشرف وړاندي دجرگې دجوړېدو خبره ښاغلی کرزي وکړه ،دا خبره د۲۰۰۷ کال دفبربري دمياشتيپه ۱۹ نيټه دارياناتلويزيون سره په مرکۀ ښاغلی يوسف زی صاحب هم دپاکستاني چارواکو له خولې ياده کړه ،په هر صورت  دا دومره دارزښت نه ډکه نده چي دجرگې دجوړېدو مبتکر څوک و،حياتي مسله داده چي څومره دجرگې دجوړونکو موخه داده چي په افغانستان کي سوله راشي ؟ که داومنوچي پاکستاني لوری دجرگې مبتکر دی نو اړينه برېښي چي  پاکستان په جرگه کي داسي رول ولوبوي چي په افغانستان کي ددايمي سولي  دټينگښت لامل شي . تر اوسه چي ليدل کيږي پاکستان دجرگې جوړېدو سره  دومره ليوال نه برېښې .اونه دجرگې دجوړېولپاره لکه څنگه چې اړتيا ليدل کيږي هغه ډول کاورنه کوي ،دبېلگې په توگه ،پاکستاني لوري دجرگې دجوړېدو اوسمبالښت لپاره ددې په عوض چي قومي مشر ا نو ،سياسي گوندواوپالمان ته  يې دنده سپارلې واي ،دجرگې لپاره د پاکستاني کميسيون مشري د پاکستان دکورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شيرپاوته وسپارل شوه . د کميسيون په نورو غړوکې دسرحداوبلوچستان واليان يا گورنران او د پاکستاني د مرکزي کابينې ځينې غړي شامل دي . همدا دليل ؤ چي د پاکستان د مشر ا نو په جرگه کې د قبايلودسيمې يوۀ استازي حميد الله جان اپريدي له حکومت څخه غوښتلي چې د سيمې د سولې او سوکالۍ د جرگې لپاره دې اعلان شوى کميسيون بدل کړي . هغه ويلي چې دغه کميسيون دپاکستان   د اساسي قانون يا ايين خلاف دى اوغړي يې ټول حکومتي چارواکي دي .اپرېدي  وغوښتل چې نوى کميسيون جوړ شي چې پکې دقبايلودسيمې مخورو کسانوته ځاى ورکړل شي . د دوى استدلال دا و چې قبايلي خلک له جرگواومرکو سره روږدي دي . 2007 ,26 جنوري
دپاکستاني چارواکوله سياسي اوپوځی مانورونه داسي څرگندېږي  چي پاکستان دجرگې په هکله زړه نازړه دی ،استخبارات يې د خپلوپخوانيو اړيکوپر اساس پدې ډاډه دی چی جرگه ددوي په گټه پاي ته رسيږي ،ځکه دپاکستان دپوځی استخباراتونه علاوه د پاکستان (آی اس آی)   د۱۹۸۰کال راپدې خوادشوروي لښکروسره دمقاومت  په وخت کي دځيني قومی مشرانو،تنظيمودرهبرانواومحلي قوماندانانو دراپيداشوواړيکوله مخي   معين تاثير لري   . ‏همدا ډول  پاکستان دافغانانوپه ځانگړې توگه دجنوبي ولاياتودخلکودزيات تر راتگ څخه په استفادې سره په خلکو کښې زياتي اړېکې پيدا کړې اودڅارگری تروي ريښې  يې ځغلولې دي دا هم دوي ډاډه کړی چي کيداشي دجرگې پر روند د پاکستان  په گټه  دجرگې پر گډون کونکوباندي تاثير ولري .
له جرگې نه د جنرال پرویز مشرف هدف روښانه دی : هغه غواړي  دتروريزم پر ضد جگړه له خپلوسرحداتونه دافغانستان لورته وغځوي د ۱۹۹۹راپدي خوا مشرف تل ځان دپښتنو مدافع بولي ،هغه امريکا ته دتير کال داکتوبر دمياشتي  په خپل وروستی سفرکي وويل  :د افغانستان بهران دپښتنوترمنځ دسياسي قدرت پر سر کشمکش دی .   مگر بل پلوته پاکستان لدې نه هم ډار لري  چي په قبايلي سيمو لکه : مهمند، باجور، كرم، وركزی، خيبر، جنوبي اوشمالي وزيرستان  کي  افغانستان دژبني ،کلتوري ،مذهبي اوخوني اړېکوله مخي معين نفوذ لري اوډيريې  ځان له افغانستان څخه جلا نه بولي ،که هرکله افغانستان وغواړي ، دپښتنودملي احساساتوڅخه  په استفادې سره په اسانۍ سره کولاي شي پښتانه دپاکستان پر ضد راوپاروي
. ممکن دجرگې سره دپاکستان بې علاقه گئ يودليل به داهم وي  ، دوي دا وېره لري چي کېداي شي دکرښې هاخوا خلک داغوښتنه وکړې چي له پاکستان  څخه دي  دافغانستان په خاوره کي لاس وهنه بنده شي . اوقومی تړون دي وشي چي په دواړو خوا کي دافغانستان داوسني حکومت پر خلاف وسله والوته ځاي ورنکړه شي .
 

دامن جرگې لپاره پداسي شرايطو کښي هلي ځلې رواني  دي چي په هيواد کښي دننه هم دهري ورځې په تيرېدو سره دملي پخلايني پر ځاي  دمختلفواختلافاتوبڼې راڅرگندېږي،هغوي چي په سوله کي هرڅه دلاسه ورکوي په مختلفوبڼو په هيوادکي دنا امنيو لپاره تلاښ کوي .داسي معلوميږي چي دولتي چارواکی بايد لومړئ په هيوادکي دننه دملي پخلايني لپاره کوټلي گامونه اوچت کړی،د ولس سوالونو اوغوښتنوته ژر تر ژره مثبت ځواب ووايي  ،بيادداسي جرگې لپاره کارپيل کړی چي موخه يې دکرښي ددواړوخوا دپرتوقومونوڅخه دامنيت په راوستو کي دمرستي ترلاسه کول وي .
همدا اوس چي دولت غواړي دامن په نامه جرگه جوړه کړي دهيوادسیاسي اوپوځی حالت  له جدي گو اښونو او چلنجونوسره مخامخ دی،دبېلگې په توگه :
۱ /  څه موده وړاندي دبشردحقوقونودڅارنړيوال سازمان يوځل بيا پډاگه کړه چي يوشميردتنظيمورهبران  اوجنگسالار پربشري حقونه په سرغړاوي اوجنگي جرمونوتورن دي ،بايدمحاکمه شي ،ددې اعلان سره دولت اوهغوکسانو چي دبشري حقونونه په سر غړونه تورن شوی وه کلک غبرگون ښکاره کړ. دولت داپر وخت کار ونه باله اوتورنوکسانو بيا ددوي په ويناداجهاداوددوي مقام ته سپکاوی وباله . دکابل په کانتینينتل هوتل کي   يې دتړلو د روازوشاته غونډه وکړه، پايله داشوه چي د۲۰۰۷ کال دجنوري دمياشتي په ۳۰ ددوي لخوا دمصالحې اوبخښني ترنامه لاندي دپارلماني امکاناتوڅخه په گټه اخيستو سره يوه پرېکړه اعلان شوه ،داپرېکړه دافغانستان اونړۍ په  مطبوعاتو کي دکلک غبرگون  اومخالفت سره مخامخ شوه. دپرېکړې طراحان دسولي اوتفاهم په نامه چي اساسي موخه يې ځان بخښنه اوولس دوي ته په احترام کولومکلف گڼل شوی دپر ېکړي نه دفاع کوی،تر کومه ځايه چي داپرېکړه قانونې اساس نلري اويوځل بيادبشرپرحقونو دتيری روڼه بېلگه ده دافغانستان اونړۍ والو دغوڅ اکثريت لپاره دمنلووړنده. اودهغوي دکوټلی مخالفت سره مخامخ شول .
تام کالينس دملگروملتودسازمان استازي يوځل بيا اعلان وکړ چي جنگي مجرمين اودبشرپرحقوقوپهسرغړوني تورن کسان بايد محاکمه شي اودهغو دبخښلو حق څوک نلري . هغه دمصالحي په نامه دطرحي په هکله وويل:دبشرپرحقونوتيری نه بايد د مصا لحي له سياست سره يوځاي ياگډ شي . دبشرپر حقونوتيری دبخښني ندی ،ددغې څرگندونې په مقابل کي داځل ددولت وياند رحيمي يوازي دومره وويل چي ښاغلی کرزي دپارلمان دغه منشور طرحه نړيوالوقضايي ارگانوته سپارلي تر تحقيق اوبررسی وروسته به خپله شخصأ پدې هکله خپل نظر څرگندکړي . خبرگزاري صداي افغان ۱۹.۰۲ .۲۰۰۷
ديادولو وړده کله چي مي داکرښې ليکلې له اريانا افغانستان تلويزيون دخبري سرويس نه مي واورېدل چي دښاغلی مجددي دمخالفت سره دمشرانوجرگې هم دولسي جرگې پرېکړه درايوپه اکثريت تصويب کړه .له يوي خوا خودا دافغانولس دهغه ډارښه ثبوت دی چي دپارلماني انتخاباتواوپارلمان ته دجنگسالاروله راتگ نه درلود،متاسفانه ښاغلی کرزی دتل پشان پارلماني ټاکني دنړئ  يوله دموکراتيکو ټاکنواوپارلمان ته ډير شمير راغلی کسان يې دملت استازي اودهغوي خدمتگاروبلل،داده دښاغلی کرزی دوړانوينې پايله !
داستونزه به دجرگي پر ټوله فضامنفي  تاثير لري . ځکه دولت ضعيف اودبې ځايه مصلحتونوقرباني شوی دی دورستۍخبري توان ډير لږ پکښې ليدل کيږي . اوس به ستونزمنه وي چي همدغود بشري حقونو سر غړو نکو کسانوته په جرگه کي برخه ورنکړه شي . ترکومه ځايه چي دوي ځان د تل پشان مستحق او واجب الاحترام بولي  دم گړۍ له ښاغلی کرزي اونړيوالي ټولني څخه خفه دی ، ددې لپاره چي دواړه يعني ښاغلي کرزی اوبهرنيان  له ستونزو سره مخامخ کړي ،داسي  برېښي چي دپاکستان دموخود پلی  کېدولپاره به په ډير مهارت په جرگه کي  دخپلووروستيو امکاناتونه کارواخلي، په تيرولويو جرگوکي  ددوي سياسي  لوبي يې روښانه بېلگه ده . کيداي شي له همدي جرگې نه په استفاده يوځل بيا ځان مطرح کړي اوداسي څرگنده کړی چې بېله دوي نه دسولي اوامنیت راوستل ناشونی کاردی  . که دوي پردې بريالی شي دابه  پاکستان لپاره لوي چانس وي ،مگر دافغان ولس دپاره به ديوې بلي ملي غميزي زيرۍ وي . له دغه شره دخلاصون لپاره دوه لاري شته .يوه داچي ددوي برخه ليک دجرگي تر جوړېدودمخه وټاکل شي ،اوياداچي ددوي په هکله دوروستی فيصلې تر وخته دوي ته دامن په جرگه کي دبرخي اخيستني اجازه ورنکړه شي ،پر هرشکل چې کيږي په جرگه کې بايد ددوي امکانات اوتاثيرات هيڅ رول ونشي لوبولاي .
۲ / همدا اوس پاکستان دخپلوپټوامکاناتو څخه په استفادي سره  دتبليغاتي کمپاين له لاري  په دولت کي دباسوادو،دموکراسی پلوه اوپرملي گټوولاړو  کسانو دشتون پر خلاف  نامقدس اتحادجوړوی اودپخواپشان  ئې يوځل بيا دمسلمان  اوکافر،مجاهد اوملحد ،ملي گرااوکمونست تر نمونولاندي ددوي پر خلاف ناولی تبليغات کوي اودټولنيزې  دښمنيوراژوندي کولوته لمن وهي . دبېلگې په توگه په راډيوگانو ،تلويزيونو او چاپي نشراتو کي له يوشمير کسانو څخه استفاده کوي چي له هغوي سره يې تل پټي اړېکي درلودې . دغه کسان  په خپلو تبليغاتواو ددوي په اصطلاح سياسي څېړنوکي يوځل بيا افغانان پر دو برخو وېشي (امريکا پلوه او شوروي پلوه ،سره لدې چي شوروي وجودهم نلري) ،هغوي خپل مقابل جانب له بهرنيانو يعني پخواني شوروي سره په دوستانه اړېکوملامتوي  اومجرم يي بولي،خوپردغه ټکي سترگي پټوي چي پخپله له ډير پخوانه د پا کستاني ،اروپايي اوامريکايي استخباراتوپه چوپړاولوموکي وه ،دوي همدا اوس هم له هغوي نه دفاع کوی، ځانونه تر هرچاښه مسلمان بولي . همدا دوي  پروني تنظيمواوسنی سياست وال وه چي  په پاکستان اوايران  کي  يې دځوانانو مغذونه دکورنی جگړې ددوام لپاره پرېمينځل ،دعلمي اوفرهنگي کاروترنامه لاندي يې غرب اوپاکستان ته خدمت کاوه،دا وطن يې تر دې نامه لاندي چي روسان راغلی په کنډواله بدل کړ،دهيوادپر ورانيو يې دورانوونکودهڅونيلپاره  ليکني کولې ،بياورسته دښه ژوند لپاره امريکا ،کاناډااواروپاته ولاړل ،مگر کله چې دطالبانودرژيم دنسکورېدوپه خاطر امريکاپر افغانستان پوځئ حمله وکړه. داښاغلي چي اوس په دولت اوټولنه کي مسلکي اوروڼ اندي کسان په کفر تورن بولي دهمدغوبهرنيو پوځئ ځواکو سره يوځاي کابل ته راغلل ،اوس تمامه ورځ دلته اوهلته بېله دېنه چي دسياسي اوحقوقي علوموکومه ډگری ولري دهيواد سياسي څېړونکي گرځېدلی دپاکستاني او ايراني استخباراتوهغه پخوانۍ نيلۍ دلته يوځل بيا دبهرنيانو تر هراړخيزي حمايي لاندي ځغلوي .
دوي کله پخواني سياسي حرکتونه نامشروع بولي ،سره لدې چي دوي هم دهمدغوددوي په اصطلاح نامشروع گوندونوپه مرکزي دفتروکي غړيتوب درلوداولري ،تنهافرق يې پدې کښي دی چي ددوي دعلاقي خلاف گوندونه په افغانستان کي ،اوهغه چي دوي ورسره تړاولري  په پاکستان اوايران کي جوړ شوی دي . ځکه يې دوي نامشروع بولي  . همداکسان  په خپلو خبروکي پردې ټينگارکوي  چي پخوا جهادوواوهغه خلک چي په پخوانيو رژيموکي يې کارکاوه اودايي نشوه منلاي چي دپاکستاني تورلينگيويا ايراني بنسټپالو اخوندانو نوکرشي ،هرڅه چي وه په وطن کي پاته شول ،اودفاميل دساتني لپاره يي په دولت کي کار کا وه ، هغه ملامت اوپه ملي خيانت تورن بولي ،دپاکستان اونوروبهرنيواستخباراتي شبکوپه هدايت اولارښودنه پر وطن او خلکو دراکټونواوبمانو اورول جهادبولي . له مرحوم داودخان څخه نيولې بيا دجنرال حميدگل پلاس جوژسوی حکومت تروخته حکومتونه بهرني لاس پوڅی بولي ،خوځانونه یې هير دي اوفکرکوی چي اوس ملت احمق دی اوپه هيڅ نه پوهيږي .که دلته حکومت دشوروينه مالي اومادي مرستي ترلاسه کولې  چي ددې گناه همتر ډيره دهغو دامريکادمشرانوپرغاړه ده تاريخ ته مرجعه وکړۍ ،خوپه پاکستان کي بيادغه داسلام پر سر سياسي سوداگرودجهاد په نامه افغان ولس غولاوه اوله امريکا نيولې،پاکستان ،اروپايي هيوادو،عربي شيخانو حتا داسرائيلوداستخباراتوپه خدمت کښي وه . دغه ته دکوم اسلامي مقولې له مخي تاسووطنپرستی واياست ؟ همدغوروسانودروازي ته بياڅوک ولاړوه؟
 داټولو ته څرگنده ده هغه څوک چي کليمه وايي داسلام دکومواصولوله مخې دهغه مرگ اودهغه پرخلاف جهاد روادی؟ اوداکوم جهادو؟دامريکا يي ډالروپه زور تپل شوې جگړه اودپاکستاني جنرالانو ارمانو سرته رسولو په موخه افغان وژنه وه داوطنپرستی وه ؟. دتنظيمو مشرانوته  رېگن ډير ښه ويلې وه ((دادامريکا يي ډالر زوردی چي دې جگړې ته يې دجهادنوم ورکړی)) . دنړيوالو استخباراتي سازمانو جاسوسي اونوکري ته  داسلام اوافغانستان لپاره خدمت ويل دهيچا لپاره دمنلو وړ نه ده ،بلې هغه يوشمير بې گناه اونالوستي افغانان چي ددغو اوسنيو مبليغينو دمشرانو لخوا هڅول  کېدل چي په افغانستان کي دروس پر ضد جگړه وکړۍ په رښتيا هغه مجاهدين او اصيل افغانان وه ،خو هغوي بې چاره گان يا مړه اويا اوس هم دهمدغو دپرديودنوکرانو په نوکري اخته دي ، دمړه شويوکسانو داولادويې کوم رهبر اومشر پوښتنه وکړه ؟؟؟اوڅه يې ورته ورکړه ؟دهغووطن دلاري دشهيدانو لوڼې  اودځينوکوروداني دغريبۍ نه بداخلاقيو اوځان خرڅوني ته اړشوه ،مگر مشران يې اوس په مرگ يوځل بيا سياسي سوداگري کوي . دخپلو خبرودثبوت لپاره چي چي جگړه دامريکا اوشوروي ترمنځ وه ،خودافغان زلمواونوروځوانانوله پاکې عقيدې اواحساساتوڅخه دتنظيمواوبنسټپالودلواوخپلولاسپوڅوتبليغيانوپوسيله نارواستفاده کيدل ،اونه يوازي له افغانستان څخه بلکي دنړئ له گوټ گوټ نه مسلمان ځوانان دجگړي په اورکي دزبرځواکودسياسي اواقتصادي موخو لپاره قرباني کېدل ،يوزي دپاکستان دبهرنيوچارودوزير شيخ قصوري حرگندوني راوړم  ،فکر کوم همدابه کفايت وکړی ،هغه وايي : خورشيد قصوري دپاکستان دبهرنيوچارو وزير چي پدي وروستيوکي يې هند سفر کړئ ،ډهلي ته درسېدوسره سم پدي اړه چي امريکا استخبارات وايي چي دالقاعدي سازمان اوطالبانو له سره ځانونه دنووعملياتولپاره سمبال کړی خبريالانوته وويل : غرب هم پدي مسله کي شريک دی  . قصوري په خپلو خبروکي وړاندي ولاړ اوڅرگنده يي کړه  چې ((فشارهاي غرب براي پس زدن اتحادشوروي بعد از تهاجم نظامي شوروي به اين کشوردرسال 1979 مستقيماً منجربه سربازگيري ازمسلمانان جنگجو درسرتاسرجهان وحرکت آنها به کمربند قبيله اي بي قانون مرزهاي پاکستان شد . )) هغه وويل : پاکستان وبسياري ازديگرکشورهاي کليدي براي بيرون راندن شوروي اشتراک مساعي نمودند . قصوري ايضافه کړه : " دراين روند نه تنها پاکستان نه بلکه همچنان ايالات متحده امريکا واروپا وبسياري ازکشورهاي ديگر مردان جوان مسلمان را براي جنگ با شوروي به مناطق قبيله اي فراخواندند. وقتي که چنين کاري عملي شد، البته  شورويها بيرون کشيده شدند. پاکستان تنها مسئوول همه ي  اين اعمال نبوده است . ۲۱،۰۲،۲۰۰۷سايټ آريايي 
کيداي شي ديوې لحظې لپاره داسي سوال وشي : بلې روسانوپر افغانستان دخپلوسياسي اواقتصادي موخولپاره تيرۍ وکړ،دا يوتيرۍ و،چي دحاکم گوند لوي اکثريت ورسره موافق هم نه و. سره دې چي دايو اوږد سياسي بحث دی ،ځکه دغه سمفتی هم دنړيوال ساړه جنگ اودافغانستان پشان هيوادوکي دبډايانو اوشتو دخاوندانوبې اندازې ظلم اوتيري پايله وه . هغه وخت چي شوريان راغلی وه  بېسواده خلکوته ويل کېده ورځه وطن  دې روس نيولۍ جهاد وکړه . مگر خپله په لکسو دفتروکي دپاکستاني اونوروبهرنيواستخباراتوسره دخلکوپه غولونه اخته وه .
بلې روس کافر و !
دا اوس  څوک دی ؟
مگر همدا اوس واک اوصلاحيت  دچاپلاس  کي دی ؟ ټول دولتي سيسټم دي څوک اداره کوي ،اوڅوک دامصارف درکوي ؟ داماشومانه خبره چي يوځواک ستاپه هيواد کې  په ميليارډو ډالره مصرفوي تاساتي ،۴۳زره ترغاښوپه مډرنو وسلوبار پوځ يې پورته اوکښته کيږي ،دکوم جرأت له مخي اوپه کوموسترگودخپلواکي اوآزادعمل خبره کوۍ ؟ رښتيا م دابهرنيان دډيرې هوسلې خاوندان دی چي کله ناکله ددوي لخواپر دولتي څوکيو گمارل شوی بي ځايه هغه دچاخبره پټکې کوې .
 داچارابللې وه  ؟
 داپرچاحکومت کوي ؟
 ددوي دوسلوداستعمال په پايله کي څوک له منځه ځي؟
 ايادهمدغومبلغېنومشران باريس يلڅين اوولادمير پوتين ته دمرحوم نجيب الله دحاکميت په وخت کي ددې لپاره چي هغوي له دوي سره دولتي واک ته درسېدولپاره مرسته وکړی  مسکوته نه ولاړل ؟
اوهغوي  سره يې ددوستۍ وعدې ونکړې ؟
دطالبانودحاکميت په وخت کي داپه کانتينروپيسې له کومه ځايه اوچاته راتلې ؟. دايوازي شمالي ټلوالي ته نه راتلې دانوروته هم راتلې ، دخپل بام واوره دنوروپه بام مه غورځوۍ !!! 
اوبلاخيره تاسو کله اوله کومه ځايه کابل ته تشريف راوړ ؟
 په هيوادکي له کوموسمڅوراووتلاست ؟ اوکه دبهرنی پوځ تر سيوري لاندي  دميلمنو،خوهغو ميلمنوپه څيرچي دکوربه حرمت نه ساتي دلته دڅه مودي لاره راغلی ياست ؟
هر څوک چي پاکستان اوايران ته تللۍ دی په دې پوهيږي چي ددغو هيوادو استخبارات څومره باخبره اوغښتلي دی ،که دښمن دی خوتوان يې بايد ومنل شي ، دهغوسره  چي نور په کفر اوله وطن سره په دښمنۍ ملامتوي ددغو هيوادود استخباراتوچال چلند اواړېکي  هغه وخت څنگه وي ؟ پردغو شيانو هيڅوک پرده نشي اچولاي ،تنهادملي پخلايني او افغاني ملحوظاتو له مخې داخلک چپ دی ،کنه تر دغه هريوه په اصطلاح سياسي څېړونکی  دوي دقوي قلم اوژبې خاوندان دي ،مگر حوصله کوی اوپه هغه حديث خپل زړه صبروي چي ((د... په مقابل کي بايد په سلام تيرش))،سپکاوی دهرچاپه توان کي شته ،خوسوال دادی چي ددغه خپل مينځۍ سپکاوي گټي چاته رسېږي ؟ زه خوپدې عقيده يم چي ددي هيواد دښمنانوته . داچي هرڅوک وی . ځکه نويوازي دهيواد دښمنان  هغه چي دسواد ،مسلک ،پوهې اوتجربې څښتنان دي اوله هيواد سره مينه لري  پر ارامه نه پرېږدي ،هر ورځ يې دهغوي  په تحقيراويوهين  پسي پښې رالڅې کړې وي .
همدااوسني بې ځايه  مبلغين پدغوجگړوکې په وطن کي پاته شول ؟ اوکه يې  په امريکا ،کاناډااو اروپاکي ديوبل ځل قدرت ترلاسه کولولپاره دبهرنيواستخباراتوددفترونوپه دروازوکي شپې سباه کولې ؟
پدې هرڅوک خبردی  چې څه تيرېدل اوڅه تيريږي .
که په وطن کي دپردودشتون پر خلاف جگړه جهاددی ،نواوس هم جهاد دی! بيانوولي داښاغلی پر دولتي پستوچوکي ناست دی ؟؟؟ اوس هم په ملک کښي پردی واک لري اوهرڅه چې يې زړه وغواړي سرته رسوی . زه ديوه بهرني چارواکي ،چي ډير دولتي واک هم نلري پدې ورستيوکي له څرگندونو څخه څوجملې چي په فارسي يې دژورنالستانو سره ويلي روړم ،تاسوتر لوستلو وروسته قضات وکړۍ چي داڅرگندونه امرانه ده ؟ اوکه نه؟ که امرانه ده بيانودابايد ومنل شي چي دا اوسنی اداره اودهغوي پلويان اوپه دسترخواکي شريک دپردونوکري کوي .هغو څو خبري دادي : ((تام کونیگز نماینده سازمان ملل متحد در کابل، روز دوشنبه از محدودیت آزادی مطبوعات در افغانستان ابراز نگرانی کرد وگفت : سعی می‌کنیم پارلمان افغانستان را به تصویب قانونی در جهت حمایت از مطبوعات و رسانه‌های جمعی ملزم کنیم .  اويا دا خبره :    ریچارد بوچر دستیار وزارت خارجه ایالات متحده آمریکا اخبراً گفت« ما می خواهیم با طالبان قاطعانه بجنگیم. من فکر نمی کنم که نیاز مذاکره با  طالبان باشد» .   دغه چي نن  دنوروپرخلاف تبليغ کوي  پرون د پردودB52
الوتکودتورو وزروترسيوري لاندي راوستل شوه ،اوکه سبا وضعه نا ارامه شي همدا تش په نامه وطنپرستان به بيا په غرب کې چکري وهي اوبيابه فرهنگيان اوعلمي څېرې وي  . پورته کښته به گرځې ،ولي له نېکه مرغه داچيرې اوس يوپه بل پسې روسوا شوې او اوس هر څوک پوهيږي ،وايي   ((که شپه تياره ده نومړې په شماردي)) .
نه مي غوښتل دغه ټکوته دومره اوږده  اشاره وکړم .خو پدې ورستيو ورځو کي  ناروااوناوړه تبليغاتوچي کاملأ دپاکستاني او ايراني  استخباراتوله چينې اوبه خوري اودخلکوله نالوستوب ،اوپاکواحساساتونه نارواگټه اخلی دې ته مجبورکړم څوټکې وليکم .اودهغوچي بېگناه يي خپل خوږ ژوند دزورواکانواومذهبي  ټيکدارانواوغربپلوه اجنټانودحوسونوقرباني شويو وړوکي شانته حق مي ورادأ کړئ وی داڅوټکي وليکل ،کنه زما اوس دا دقدرت اوچوکی پرسرسياسي مسابقوکي وندي اخيستني له حدنه زيات بدراځی . پدي پوهيږم هر څوک چې ددولتي واک پر نيلې سپوروي ځان پرحق بولي اونور خائينان ،خو داغلط اوبې ځايه خبره ده ،زموږ د افغا نانوهمداتيروتني اوبې ځايه غرور ددې لامل وگرځېدچي اوس پردوته احتياج يو. يوراته وايي وطن درته جوړوم اوبل راته وايي جهادوکړه اوداوطن له خاوروسره برابر کړه . متاسفانه موږ تراوسه دواړوته سر شوروواودواړه يوشان دوستان بولو. که په رښتياسره گرېوانه ته سر کښته کړو داپروني غرب ته فراريان اواوسني دموکراتان  چي په ددموکراسی په يوه ټکی  هم نه پوهيږي ، څنگه ځانته داحق ورکوي  دهغوپه باب چې عملأيوازي  دافغاني تنخواپه مقابل کي چي څوزره افغانی کيږي ، همدا اوس شپه او ورځ کارکوي اوله وطن څخه يې هم په ټولوشرايطو کې فرار ونکړ داډول بې مسؤليته خبري وکړی ؟ که دوي خائينان اووطن پروشان واي نودهغه څه په مقابل کښي چې ستاسوپه ويناپر پردويي وپلورل اوس ېې بايد هرڅه درلوداي ؟ شيرپور بايد ددوي استراحتگاه واي ،په بهرکي ددوي اولادو اونازولودرسونه ويلاي اونورداسي نعمتونه چي دوي واقعأ چيني محروم دي اوتاسويي په استعمال ستړي شوي ياست درلوداي ؟   زماله پورته وينا څخه داسي استفاده کول چي گويازه دملگروملتودسازمان  اوامنيت شورا دپرېکړی پر اساس  افغانستان ته دبهرنيو پوځيانوله راتگ سره مخالف يم کاملأ غلطه ده ، زه ددوي له شتون ورسره موافق يم ،اودموافيقت لامل مي هم وطني اوملي گټي دي ،خوداچي بهرنيانو يوځل بياپر ازمويل شوو تکيه وکړه اوهغوي ته يې په دولت کي ځاي ورکړ مخالف يم . پرهغه  چي ملي غرورولري اووطن ورته گران وي د۱۹۹۲کال دحميدگل په بدرگه اويا بابر ترملاتړ لاندي واک ته رسېدلو هيڅ فرق نشته . دواړه دافغانستان اوافغان ولس دتاريخي دښمنانوپه هڅونه ،مستقيم ملاتړاو دپردودنوکريوپه پايله  کي واک ته رسېدلي دي . زموږ انتظار له امريکا اوبهرنئ نړئ نه داوچي دوي بايد افغانستان ته په خپل راتگ سره دافغان ولس په مقابل کي خپلې پخوانی تيروتني اوجفاوي جبران کړی ،اوپه رښتياسرهبه ديودموکراتيک نظام  ،اجتماعي عدالت ،ملي يووالي  ااتل پاتي سولي دبنسټ ډبر کښېږدي ،دجنگسالارو،تنظيم سالارو،محل قواندانانواوهيروئينودپټواوښکاره سوداگرو کمبله له هيوادنه ټوله کړی  اوداسي نور دموکراتيک اصلاحات چي دليکني داوږدوالي دمخنيوی په خاطر يي ديادولونه ډډه کوم په راوستلوافغان زورېدلی اولس دتل لپاره خلاس کړي ،چي له بدمرغه دافغانانوداارزو اوغوښتنه  په نا اميديوبدله ،خوښيوته دانتظار پرځاي دخپلونازولوومرگ اوزوروني انتظار باسي.
همدا تيره هفته يوځل بيا ښاغلي محقق دحزب وحدت ديوې ښاخې مشر  له افغانستان نه دروسی  پوځ دوتلو په مناسبت  غونډه کي دحوت په ۲۶  پخپله وينا کي وويل :  : هغه څوک چي نن ددپه وينا مجاهدين دجنگي جرمونو په تورملامت بولي ،هغوي دمجاهدينو لخوا بخښل شوی وه . ددې په عوض چي دوي له مجاهدينونه مننه وکړي،هغوي مجرم معرفي کوي .  هغه وويل کله چي مجاهدين کابل ته ننوتل هغوي ټول هغه کسان چي دنجيب اله دحکومت سره يې همکاري کول عفه کړه .هغه يوځل بيا دبشر دحقوقوڅارگر سازمان ته گوت څنډنه وکړه اومجاهديونوته يي دجنگي مجرمينو او د بشر پرحقونودتيري کونکوخطاب کول  دده په اصطلاح جهاد ي قهرمانانوته سپکاوی وباله . شبکه يي اطلاع رساني افغانستان
کله چي اوس داتنظيمي رهبران خوابدو(ددولت اوبهرنيوځواکونو مخالفو)ته خطاب کوي او وايي  وطن ته راشۍ ،انسانان  مه وژنۍ ،وطن مه ورناوۍ ،په جگړه کي گټه نشته اوداسي نور نصېحتونه کوي، پوهيږئ چي ټول ولس پرخاندي ،او سوال کوي  پرون مو ولي دافکر نه درلود ؟ ولي مودخبروله لاري مسله نه حل کول ؟ اوولې مودقدرت لپاره انسانان وژل ؟ چاپه کانتينرونوکي وژل اوچايي پر سرميخونه ټکوهل ،داکوم اسلام ، کوم انصاف و؟ خداي دي وکړي چي همدا اوس هم دغه بلنې ته په رښتيا سره وفاداري موجوده وي ، دامريکا يانو يانوروبهرنيانوزور نه وی .
 په يوه ټکي غواړم په افغانستان کي اوسېدونکی هيوادوال په خبرکړم ، دايوشمير دموکراتان چي له امريکا ، کاناډا اواروپانه هلته درغلی دغوڅ اکثريت فاميلونه تر اوسه په بهرکي ددي لپاره اوسې چي د((ښاغلو)) اړېکې قطع نشي ،له هغه ځاي نه هم  تنخوا واخلیاودهغوسيوری ددوي له سره کم نه وي ،که طالبانو او يا نور و ددوي مخالفينوحکومتي واک  ترلاسه کړ دوباره فراروکړی . پردغه به يې ختم کړه چي وايي : که چاتله دانصاف پلاس کي درکړه خپل ټټواودبل آس به برابر کړې .
۳ / کورنيونا امنيو،په دولت کي اداري فساد،دخلکوژوندته ددولت لخوا کمه ياهيڅ پاملرنه ،په ولاياتو اومحلاتوکي دقدرت دڅښتنانو خپل سرۍ اودخلکو زورونه ،دکوکناور دکرلوپر سر راولاړه شوې لانجه  چې دولت پداپنځه کاله بزگرته دکوکنارودنه کرولو قناعت بېله زور داستعمال نه ورنکړاي  نشو،دتارياکو دپټواوښکاره سوداگرو تبليغ ،بشري ناورين  ،ټولنيزي ناخوالي ،دښځی اوماشوم ژوندته سطحې پاملرنه ، لوږ اوبې کاري ،دراستانه شوو کورنيولپاره دحداقل امکاناتونشتوالی ،په حکومت کي د جنگسالارو غوښنه ونډه،نه  وسله راټوله شوه  اونه هم په حکومت کي دپاک لاس خاوند مسلکي کسان په کاروگمارل شوه ،هرڅه ښاغلی کرزی دځان دحاکميت دبقالپاره دملت دښمنه مصلحتونوقرباني کړه .داردواوپولیسوجوړېدوته سطحی پاملرنه ،دبهرنيوپوځی ځواکونولخوا په عملياتو کي خپل سری  ،دخلکوسپکاوی ،ددولتي اړونده ارگانولخوا له هغوي سره دعملياتو اويادپلان جوړولو په وخت کي دگډې همکاری نشتوالی،دبهرنيودقرضونواوخيراتي پيسوبې ځايه مصرف ياچوراوچپاول، دا اودنوروناخوالو پايله  داشوه چي ددولت اوخلکوترمنځ واټن دومره زيات شوچي په پايله کښې يې  پاکستان پر افغانستان برلاسی شو،خلکو طالبانو اوددولت مخاليفينوته پاملرنه وکړه ،دهغوپه طرفداری  ددولت اوبهرني ځواکونوپه مقابل کې جنگېږي . کله يوه اوکله بله ولسوالۍ نيسي  ،په رښتياسره که دافغانستان دولتي چارواکي اود هغوي بهرني دوستان خفه نشي بيله مرکزونه اوهغه هم دورځې لخوا داحکومت پرټول هيواد متاسفانه تسلط له لاسه ورکړ. داهغه اشتباه اوتيروتنه ده چي دشخصې گټوپه خاطر به دا هيواد يوځل بيادجگړې په ډگر بدل شي ،افغان ولس به پدغه اور کې کړېږي ،اودښاغلی به طبعې ده چي  بهرته په منډه ځانونه رسوي .
ددې خبري پخلی بله بېلگه ددسمبر دمياشتي په ۲۷ نېټه دبې بي سې دخبر له مخي د ناتو ځواکونو ملکي وياند مارک ليتي چې تير کال دد&