د سلام فرهنګي ټولني اعلاميه
٢٠٠٧  \  ٠٢  \  ٢١
اسن ---- هلند

                                         پاکستان د القاعدي د واکمنئ څخه وژغورئ

 


 

په پاکستان کي د پاکستاني نظامي يونفورم لاندي نړيواله تروريستي  شبکه واکمنه شوېده . په هغه هېواد کي ټول  کړه وړه د القاعدې په خوښه تر سره کيږي ، که په سيمه کي پاکستانئ ښځينه وزيره وژل کيږي د القاعدې  حکم دئ ، که د ځوانانو سرونه غوڅيږي د القاعدې حکم دئ ، که د القاعدې پر خلاف د نشراتو مخنوئ کيږي ، د القاعدې حکم دئ  او په دې ډول نور .
نړۍ د همدې ډول کړو وړو د پاې ته رسېدلو په نيت ، افغانستان  ته خپل ځواکونه وليږل ، خو ستونزه حل نه شوه ، دا ځکه چي  يوازي د القاعدې ټاټوبي بدلون وموند .  ابن لادن  ، ظواهري او د هغوئ ملګري  اوس په پاکستان کي دي . هغوئ  په پاکستان کي  په هغه پيمانه واکمن دي لکه چي د طالبانو تر نوم لاندي    پر افغانستان واکمن وه  . اوس د پاکستان د نظاميانو تر نوم لاندي  پر هغه هېواد واکمن دي  او له هغه ځايه  په سيمه او نړۍ کي د ترهګرئ چاري  اداره کوي .  هره ورځ ځان وژونکي حملې تر سره کوي ، د افغانستان او پاکستان په بيلا بيلو سيمو کي پر ميشتو اولسونوپه اصطلاح د شريعت انفاذ اود خپلو قوانينو د پلي کېدو حکم جاري ساتي .  په پاکستان ، سيمه او  د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کي د ترهګرو هڅو ناوړه پلانونه جوړوي او پلي کوي يې  .
د دې لپاره چي په نړۍ کي د القاعدې د ناوړه پلانونو مخنوئ شوئ وي ، اړينه ده چي نړۍ د پاکستان د خلاصون  لپاره پر داسي  هر اړخيزه پلان غور وکړي ، چي هم د پاکستان اولس ته ګټور وي او هم سيمه د ترهګري له ويري پاکه شي .  هغسي  چي د افغانستان د خلاصون لپاره نړيواله پريکړه وشوه ، همداسي پريکړه  د پاکستان لپاره هم په کار ده .
په هند ، افغانستان  ،ايران او خپله پاکستان  کي د همدې ترهګرو ( پاکستاني جنرالانو )  په وسيله امن له منځه تللئ ، د هر ډول تجدد او نوښت مخنوئ کيږي ،  پر ازادو خپرونو بنديزونه لګول کيږي ، دروڼ اندو سرونه غوڅيږي  .  دا کټ مټ هغه څه دي چي په افغانستان کي د طالبانو تر نوم  لاندي  واکمنئ کي القاعدې تر سره کول . د همدا ډول کړو وړو د مخنوي په نيت  ، نړۍ د افغان اولس مرستي  ته راودانګل ، اوس  د ترهګروهمدا چاري په پاکستان کي د پاکستاني نظاميانو تر نوم لاندي تر سره کيږي ، دا د پاکستاني  اولس حق دئ چي د القاعدې له منګلو وژغورل شي .   
                                                                                                                                                                                              په درنښت 
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري

 

 

پوهنوال رسول باوري

   
 

 

د پاڼې سر ته