کور ::
   
 
 

د ترور هيولا دا نړۍ چېرې بيايې ؟

 

هدایت الله هدایت

 

د ۲۰۰۶کال  ډسمبر

په امريکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر د يولسمي  ټروريسټي پېښي نه بعد اوس داده په ننۍ نړۍ کې د ټرور  لويه هيولا د بشري تمدن په  بدن کې ورانوونکې ځاله جوړه کړېده .  ودې پديدې ته که څوک رغنده پاملرنه وکړي نو  زياتره د لويو قدرتو دغه اوسني ايئتلافونه  و داسي  خواته رهي سوي دي  چې  د انسانانو په مغزوکې د ټرور او ټروریزه کولو  روحيه  په  عادت باندي  رااړوي      . همدارنګه ليدل کيږي چې د قدرت د خاوندانو ورانوونکې  ګوتي  اوس  د هولناکو او  ډله ايزه وژنو وسلو پر ماشه باندي  پرتې دی . دغه ځواکونه    اوس په هره لحظه کې  په دې سوچ کې دي چې د خپل امنيت د ساتلو په نامه څرنګه  ددولتونو د را چپه کولو بند وبستونه وکړي او په بېلابېلو نوروبهانو  خپلواکه ولسونه ورباندي تهديدکړي  . دا وېره سته چې دغه ځواکونه وخپلو هدفو ته درسېدو په خاطر  ديوې لويی فاجعې د را مينځته کېدو پروا  هم و نکړي .  دغه شيطاني مغزونه او په هغوی کې اهريمنه پراته نفتي حرصونه او هوسونه په دې کې ری نه وهي چې هغوی دي د بشری تاريخ په دغه اوسنی پړاو کې د خپل  بشري ضد کړو په وجه،  په نړۍ کې  خپله " د شرم امپراطوري " * مسلطه    او  دبشريت پر ضد باندي  بشري ضد کارنامې پرېږدي  .  دغه کسان   په سپينو سترګو او ړنا ورځ دانساني کرامت سره دجګړې اعلان کوي، په خپله ماجراجويی سره دانساني مدنيت دغه د ولسونو دپېړيود لاسته راوړنو  ستر ميراث، د  واقعي ګواښ سره مخامخوي . نن دغه شيطاني مغزونه  هم ټروريسټې دسيسې پلي کوي او هم یې بيا د نړۍ والو په سترګو کې د ټروريزم سره د مبارزې په نامه خاوري ورباندي اچوي اوپه دې نامه پر نورو هيوادو باندي وردانګي . نن  په ټوله نړۍ کې د ټروريزم  لويه ډنډوره خپره ده او د ځان دامنيت  په نامه ددې په خپل سر جوړي سوي معضلې پر سر ځواکمنو هيوادو د امريکا په سرغنه توب سره  هري خواته لاس او پښې اچوي او خپلي نخشې پلي کوي . دهغوی په مقابل کې  چې کوم ولسي مقاومت را پورته کيږي  نو هلته بیادغه شومه او بد شګونه پديده پخپله، د ټروريسټي عملياتو د تر سره کولو په  نامه خپل ځان را ښکاره کوي  ،  په بې ساري توګه د بشري ټولني څخه تلفات  اخلي او د ژوند چاپير يال  د پوپناه کېدو خوا ته  بيايی . نن د ټرور ژبه  د زورواکه مستکبيرينو پر اړيکو باندي واکمنه ژبه ګرځېدلې  ده . دغو ياغيانو، چې پخپله یې ځانونه دډله ايزي وژنووسلو په ګدام باندي   سمبال کړي او دهغوی د کارولو صلاحيت  يې هم د ځان حق ګڼلی دی ، نن و نړۍ والو ته په زبان حال وايې چې کله چې زه په قهر سم نو تاسو بايد ولړزېږی ! هېوادونو ته فرمان ورکوي او ورته وائی  :  کله چې زما د جګړې  او اشغال ماشين پر ښور راغلئ نو تاسو بايد پر ګونډو سئ !
 دغو چې ځانونه یې  د انسانانو د لاسته راوړنو د برکته   دفرعونيت و مرحلې ته رسولي دي ،اوس  د خدایی دعوه کوي او د خدای  مخلوقات په انسانانو  کې نه شمېري او  ری نه پکښې وهي . هغه څه چې د خدای پر مخلوقاتو  باندي تيريږي،  هغوی نه غواړي چې   په  بینا  سترګو  هغه و ويني! په دغه شاني يوه ماحول او د ټرور په داشاني يوه ګرم تنور کې چې د عام ولس  او بني آدمانو انسانی ارزښت  له مينځه تللی  دی ، نه غواړي د مسؤليت احساس  وکړي. په يويشتمه پېړۍ کې دټرور مقوله داده اوس قانوني او عملي بڼه ځانته نيسي . ددې مبارزې ترنامه لاندي دولتونه چپه کيږي  هيوادنه په وينو کې لمبيږي او  لوېديځه زورواکي او دهغوی فرهنګي او کلتوري یرغل  د ډيموکراسي تر نامه لاندي  خپريږي . دا کار که هر څومره تلفات  او انساني فاجعه را مينځته کوي نو دوی ورته ارښت نه ورکوي او وایی « نو پرابلم »  !!
يو وخت وو چې د فرانکو د فاشيزم  په منګلو کې که به د يوه بېګناه انسان ژوند واخيستل سو نو په ټوله نړۍ کې  به د اعتراض  نارې را پورته  سوې او دا ږغ به  هر ځای را و پېچل سو چې د انسان و حق ته ضرر پېښ سوی دی! خو نن د وحشت او ټرور په فضا کې چې اوس يې قانونمنده شکل  نيولی دی د په زرهاوو بيګناه انسانان وژل کيږي، بمبارۍ ورباندي کيږي، په خپلو کې سره اچول کيږي، پر دود دستور باندي يې تيری کيږي، عام و ژنه  یې د ورځي په يوه عادي  کار باندي بدليږي خو  دغه بشر دوستان يې هيڅ پروا نه  کوي . دپاکستان په څېر په ځينو هيوادو کې د زده کړي ځايونه  په ټروريستی شبکو باندي اوړي . دوحشت ،وېري او بربريت  فضا پر تعليمی، صنفي او روزنيزو مراکزو  باندي سايه غوړوي . د بېګناهانو د وينو تويول د ټروريزم د هيولا د محصول  په نامه ګرځي ، بشري تمدن د وينو په والو کې غوټي وهي او ددې کُرې په ځينو ځايو کې د ټرور موجونه پر سيلابو باندی را  اوړي  او په واقعيت کې د انساني کرامت دغه  ټوله لاسته راوړني ټروریزه کیږی  .دا شاني وحشت  اوبربریت ته چې  ان حيوانان او الوتونکي لا ګوري نو د انسان او نسانیت نه امان غواړي  .  د سولي کوتري دانسان او انسانيت د نامه څخه   تښتې، خو دغه د دانساني غم او رنځ سناريو لا دوام پيدا کوي   .
د ټرور په دغه شاني يوې لړلې کرغېړني فضا کې اوس نور د مانيډلاوو،  دګانديانو او د مدر ټرسيا وو غوندي  د سولي او پخلايني د  مناديانو خولې چوپي پاتي دي . دداسي کسانو غوږونه  کاڼه دي، سترګي یې ړندې دي او ږغونه یې  نه را پورته کيږي . خبري رسنۍ چې د زور واکو په ولکه کې کښېوتي دي  اوس د  قدرتمندانو  و فرعونيت ته  ناري وهي . لیکوالان او خبریالان په پیسو رانیول کيږی . دغه  خبري آژانسونه او خپروني د خپل جګړه ایزه اهدافو او د عامه وژنو او ملي فتنو و اشاعې ته راز راز تو جيهات ورکوي ، هغوی  ته  ځانونه  وقفوي  اونړیوال يې وعادت ته رابولي . نن د نړۍ په هر ګوټ کې د جګړې  او دډله ایزه وژنو پرمختللې وسله او موډرنه  ماشین د ځای پرځای کېدو او  رواجېدو په حال کې سورناوي ږغول کيږي  . ددنيا ټوله سکنه د الوتکو د مسافرانو نه نيولې بيا تر عادي کروندګرو پوري ، د فلسطيني، عراقي، لبناني او افغاني ميندو څخه نيولې بیا ترهغو پلرو پوري  چې  زړونه يې د ټرور او دولتي ټرور په زخمو کې خوړين  دي، دداسي زخمو ددوام و زغم ته رابلل کيږي او ددې زخمونو سره د عادت روحيه او قانوني بڼه یې په مغزو کې اخښل کيږي  . ته به وایی چې  په دې دنیا کې بس ددوی حق همدغه  زخمونه دي چې بايد و يې ګالي! . هغه اقدامات چې تر پرونه پوري د بشري حقوقو پر ضد خلاف ورزي ګڼل کېدله او د ملتونو لخوا به محکومېدله  ، نن د ټروريزم سره د مبارزې په بانه قانوني شکل ورکول کيږي  .
څه موده مخکې د انګلیستان د اعیانو د مجلس يوه  غړي لرډ يوهان اسټين Johan Steyn په هغه ماښامنۍ غونډه کې چې د ددې هېواد د وکیلانو د کانون په کلنۍ ناسته کې جوړه سوې وه هغه د خپلي وينا په ترڅ کې وويل چې دامریکا دولت د په خپل سر سیاستونو پاېله  ددې باعث و ګرځېدله چې د نړۍ په نور و هیوادونو کې هم و نړۍ والو  نهادو او قوانينو ته پاملرنه ونسي او  په يکړه توګه د خپلو هدفو دپرمخ بېولو په فکر کې و لويږي . هغه وایی چې نن په نړۍ کې په  میلیونونو انسانان دامریکا او د هغه د متحدانو دغه شعار چې  وا یې  موږد قانون اجرا غواړو، نو داسي څه  ته  د یوه عوام فریبانه شعار په څېر ګوري .
 دا ټول  په داسي وخت کې تر سره کيږي چې د نړۍ  قاطع اکثريت  د جګړې او زور زياتي څخه کرکه بیانوي،  مخالفت  ورسره ښيی اود دغه حيواني چلند په خاطر چې د بشري تمدن وراتلونکي ته زيان نه بلکه فاجعه راولي خپله ژور خپګان څرګندوي  . اوس د انسان  او انسانيت ژبه په جګړو او دانسانانو په وژنو کې اسيره ده . د عراق  رېګنه  خاوره  د پرديو ټانکو او مرميو په جولانګاه کې لاهو ده . ته به وایې چې دغه څو شل مليوني تاريخي ملت د تمدن دټېکه دارانو په ولکه کې اصلاً خپل تاريخي  موجوديت د لاسه ورکړی دي .  په دې   زرخېزه سيمه کې   دژوند ون ټوله  خواوي، ورځنی کارونه ،مکتبونه او هر څه فلج دي خو د تيلو استخراج  او راایستنه يې دوام لري . دلته ديوه ملت  او د عام ولس د نابودی څخه  هيڅ رازي انديښنه نه ښودل کيږي ، خوددې تور ي طلا وقفه نسي زغمېدلای . نن همدغه ښاغلي په هغه ځایو کې چې ځانونه د متمدني نړۍ علمبرداران بولي  د عراق، فلسطين او افغانستان د خلکو  د غم او ظلم داستان  نه بیانوي  . معلومه نده چې  د هغوی  بشري وجدان چيرته کوچېدلی دی کوم چې پخوا به یې دانسانانو غمونه  خوب ور باندي حرام کړی وو! .
نن دغه پوښتنه نه را پورته کيږي چې  دا ټوله ولي او د څه دپاره تر سره کيږي ؟
 هغو چې   پر عراق باندي د سولي ،  عدالت ، آزادي  او پر نفتي ذخيرو باندي د خلکو دتسلط او دډيکټاټورۍ د کمبلي د ټولېدو په بانه ، د عراق خپلواکي په خپل لاس کې و نيوله او هغه یې   اشغال کړه ، اوس داده  د عراق و ټول ولس ته د يوه بلقوه دښمن په سترګه ګوري او هست و نيست يې ور بربادوي .  دلته اوس د انسانيت، ډيموکراسۍ او عدالت خبره مطرح نده، هغوی که ددې مقولو  يادونه کوي نو ولسونه ور  باندي شرمېږي !
عام ولس  د ترور او جګړې د وېري  په خاطر  خپل کورونه پريږدي او د ښارو څخه تښتي . هغه د سولي  او ډيموکراسۍ کاذبه لارويان چې د بازسازۍ او آبادی  چيغي  يې وهلې نن   پخپله د ترور زېږونکي  عناصر او د بربادی  مخکښان ګرځېدلي دي . اوس يوازي  دابېګناه انسانان دي چې  په دغه چټله لوبه کې ګير پاتي دي . د اشغالګرانو دغه  ټوله  انساني ضد اقدامات په ظاهره د ټروريسټانو سره د مبارزې تر نامه لاندي توجيه کيږي خو د ټولي نړۍ په کچه دا بې دفاع  او بېګناه خلک دي چې هره ورځ ټروريږي، بمباريږي او ياد ټرور په وحشت  او د مرګ په انتظار کې  ورځ سبا کوي . د عراق او افغانستان د خلګو ژبه اوس  تر ټانکو او بمو لاندي کوټل کيږي .
دلته دفرعونانو د رسنيو په اسنادو او ګزارشاتو کې څوک ددغه  وحشت اصلي عامل نسي پيداکولای  . پوځي سانسور اجازه نه ورکوي چې  د خلکو دژوند  واقعی انځور دي خپور او دهغوی د زړه آواز دي واورول سي . نړۍ والو د عراق او افغانستان پر ولس باندي د ظلمونو داشغال نه بيا تر اوسه پوري د دې ولسونو  واقعي ږغ نه دی اورېدلی . د  يوه ملت آرزو او اميدونه دپوځي اشغالګرانو د ګزارشاتو د صحنې نه ليري پاتي سوی دي . يوازي هغه څه خپريږي چې لاس پکښې وهل  کيږي او هغه هم فرمایشي او رانيول سوی مقالې دي چې پوځي قومندانان يې د خپرېدو امر صادروي  . دا ټوله د جګړې، ډيموکراسۍ او اشغالګری برکتونه دي چې لا نور هم  پراخيږي او نفتي سيمو ته ځانونه غزوي او پر ټولي نړۍ باندي خپل مليټاريسټي واکمني  واکمنوي .
نن لوېدیځه نړۍ  په ژور بحران کې لاهو ده . دغه  سر اخيستې هیوادونه دپرديو هيوادو طبیعي زېرمي داسي حیف او میلوي چې په نيژدې راتلونکي که به  د نړۍپه چاپيريال کې به یو لوی ناورین را مینځته کړي . د ټروریسم سره د جګړې په نامه نړۍ د ډېرو لويو جګړو خواته روانه ده . دا جګړې یوازي دامريکایی بیلیونرانود ګټو د تأمینولو او دولسونو د زېرمو او د طبیعي ثروتونه  دغلاکولو په خاطر تر سره کيږي  !

 اوس دا پوښتنه را پورته کيږي چې آيا په رشتيا دغه ښکلې نړۍ، ددې  اشرفه مخلوقاتو لخوا  دخپل   حرص او وحشت د لاسه د ورانېدو و خواته  روانه ده؟
 آيا هغه څه ته چې نن دوی جهاني کېدل ورته وائی  هغه په رښتيا دا ښکلې نړۍ د دغه شاني وحشت  او بربريت د جهاني کېدلو و خواته  بیایی  ؟
 آیاپه رښتيا په دې نړۍ کې  نوردبشر دوستۍ او  انسانيت سنه ختمه سوېده ؟!

 

 

*  "د شرم امپراطوري " دښاغلي جين زيګلر د غذايې منابعو په برخه  کې د ملګرو ملتو د سازمان د خاص استازی  د هغه کتاب نوم دی چې په څوارلسو ژبو ترجمه سوی دی . ددې کتاب په اړه او دهغه لیکوال نظر په دغه لاندي پاڼه کې کتلای سی .
http://www.zmag.org/content/print_article.cfm?itemID=9436&sectionID=13

        

 

 
 
 

د پاڼې سرته