سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
 

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

شوکت عزيزصاحب دجرګې په پېل کې لمر په دووګوتوپټ کړ


 جرګه دپښتنودقومونوډېرلرغونی دود دی.داقومونه دټولوشخړو،دوښمنيواوستونزو لګېدلي اورونه دکورنيو،کليو،منطقواوقوموپه منځ کې دجرګواومرکوپه ذريعه وژني. اوهمدارنګه دحکمتونوسره که دقومونوکوم پرابلم پيداشي  هم له همدغې لاري حل کيږي. په جرګو کي عالمان،خانان اوپه جرګه پوه اوتجربه لرونکې درانه مشران ګډون کوي.البته دحکومت ګډون په دې جرګوکې دود نه دی خودجرګې له جوړېدو اوفيصلو يې حکومت خبروي .دجرګې ګډون کوونکي دشخړي له دواړولوروڅخه پوره واک اخلي موضوع هراړخيزه څيړي اوعادلانه پرېکړه کوي اودواړو خواوته داپرېکړه وايي اومنله يې دواړوخواته حتمي وي اودنه منلوپه صورت کې يې جرمانه ټاکلي وي. که يو له طرفوڅخه دپرېکړي له منلو څخه سرغړوي نو ټول قوم په يوه خوله  هغه جرمانه ورباندي مني، کوم چې دجرګې لخواټاکلې شوي وي اوسرغړونکی لوری د شخړي داوږدوالي حق بايلي. دپرېکړي دمنلو اواجرا کولو قوه ټول کلی اوقوم يا قومونه وي، همهغه ده چې ستونزه حل کيږي.
غواړم اصلي موضوع ته راشم هغه داده:ــــ  دپاکستان دمحترم جمهور ريس دنه ګډون بانې دچرګې اهميت زيانمن کړ اودجرګې صداقت يې دسوال سره مخامخ کړ.
ــ دافغانستان اوپاکستان دسولې جرګه دحکومتونو اوقومونو مرکبه جرګه ده. ــــ په جرګه کې اولسي او قومي مشرانوته اختيار نه دی ورکړشوی. اوپه ستونزه کې شامل اويايې طرفداران ګډون نه لري. ــــ دجرګې دپرېکړو دمنلواواجراقوه وجود نه لري.
 ــــ صادقانه اوعادلانه قضاوت نه کېږي اوچل پکې موجود دی لکه:دپاکستان لخوا دځينو قومو مقاطعه ، دځينوديني علماوومقاطعه ، اوبلاخېره دپاکستان دمحترم لومړي وزير شوکت عزيز دڅرګندونو چې وايي: دطالبانو اصلي منبع افغانستان دی په افغانستانه کې پرابلم دی. دمحترم عزيزصاب داله حقيقته ليري قضا وت په سترګو کې ننوتل دي او لمر په دوو ګوتو پټوي. نود پښتني جرګواومرکو د دود اواوصولو په خلاف عمل کول دجرګې دبې اهميتي سبب کېږي،دښواوعملي پرېکړو انتظار هم ځيني نه کېږي. ځکه چې پيل يې سترګوته خاوري شيندل وي نوپايله به يې همداسي وي.
داچې پاکستان پرافغانانو او افغاستان باندي دجهاد دوخت دمروستواحسان باروي،
زماله نظره چې په يوه خبره کې يې لنډعرض کړم:چې دامر سته نه وه بلکه دځان ددفاع او ساتلولپاره يې افغانا ن دشورو دپرمختګ سپهرکړل،افغانان دجګړې داوردبلېدوخام مواد شول ،پاکستان ځان ښه آبادکړ، خپل دکلونوکلونوپه زړه کې ارمانونه اوهدفونه يې پوره کړل چې ټول يې لکه لمر غوندي روښانه په ګران افغانستان کې لېدل کېږي..

په درناوي

 

 

عبدالسلام اندړ


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته